د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د پولیو د پېښو د زیاتیدو اندیښنې


تر اوسه د پولیو مثبتې پیښې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوي.
تر اوسه د پولیو مثبتې پیښې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو ۱۹ مثبتې پيښې ثبت کړي او په افغانستان کې یې د دغو پيښو زیاتیدل د اندیښنې وړ بللي دي.

د روغتیا د وزارت معینې ماموسي زیور د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) د پولیو نړیوالې ورځې په مناسب جوړ شویو مراسمو کې وویل چې د پولیو وحشي ویروس اوسمهال د کندهار، هلمند، ارزګان، کنړ او ننګرهار ولایتونو پورې محدود شوی دی.

د روغتیا د وزارت شمیرې ښيي چې سږ کال په ارزګان کې د پولیو اته مثبتې پیښې، په هلمند کې پنځه مثبتې پیښې او کندهار کې درې پیښې او د پکتیکا، کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د پولیو یوه-یوه پیښه ثبت شوې ده.

د پولیو ډېرې دغه پیښې داسې سیمو کې ثثبیت شوي چې هلته طالبان او یا هم د دولت ضد نورې جنګي ډلې واکمنې دي.

په افغانستان کې د پولیو په مثبتو پیښو کې وروسته له هغې زیاتوالی راغی چې طالبانو د خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو د واکسین مخالفت وکړ.

همداراز افغان چارواکي وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو ازاد تګ راتګ هم د دغو پیښو د زیاتیدو یو عمده لامل ګڼل کیږي. ډیری وخت د ډیورېنډ په بلې غاړې پاکستان کې هم د پولیو پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا د وزارت شمیرې ښيي چې په افغانستان کې یواځې سږ کال ۸ لکه ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم پاتې شول.

تر اوسه د پولیو مثبتې پیښې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوي او هغه نړیوال سازمانونه چې د پولیو خلاف مبارزه کې فعالیت لري هیله ښيي چې په راتلونکو څو کلونو کې به نړۍ له پولیو څخه پاکه شي.

XS
SM
MD
LG