د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي


د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد
د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د پوليو واکسين کمپاينونو د نه تطبیق له امله دوه ماشومان په ناعلاجه ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د پیښو شمیر ۴۶ ته ورسید.

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت مسؤل غلام دستګير نظري امریکا غږ آشنا ته وويل، چې يو ماشوم د پکتيکا په نکه ولسوالۍ او بل چې ماشومه ده، د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د پوليو ويروس له امله په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلي نظري وويل: "۴۵ پېښه د پکتيکا په نکه ولسوالۍ کې په يوه ۱۸ مياشتني هلک کې ثبت شوې ده او ۴۶ پېښه د خوست په صبري ولسوالۍ کې په يوې ۱۰ مياشتنۍ ماشومې ثبت شوې ده."

نوموړی زیاتوي، په يادو سيمو کې د ناامنۍ او دغه راز د وسله والو طالبانو د مخالفت له امله د تېر يو کال راهيسې د ګوزڼ ضد واکسين ماشومانو ته تطبق شوی نه دی.

دا دوه ماشومان داسې مهال د ګوزڼ په ناروغۍ اخته کيږي چې د روغتيا وزارت په وينا اوس هم په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې ځينو سيمو کې د ګوزڼ ضد کمپاينونو ته اجازه نه ورکول کيږي.

د خوست یو اوسېدونکی بخت جان بختيار له خلکو غوښتنه لري، چې د پوليو واکسين له کمپاينونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د دې واکسين د دوو څاڅکو په ورکړې سره د خپلو ماشومانو روغتيا له ګوزڼ نه خوندي وساتي.

هغه وویل: "خلک بايد دېته ډېره توجه وکړي ځکه پوليو داسې ويروس دی چې ناروغي يې ناعلاجه ده. مونږ ټول باید زیار وباسو ترڅو په راتلونکې کې له پوليو پاک افغانستان ولرو".

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ۲۹ ته رسیدلی وې خو له بده مرغه د ناامنۍ له کبله پر دغې ناروغۍ د اخته کيدونکو ماشومانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د عامې روغتيا وزرات د معلوماتو له مخې د يادو تازه دوو ثبت شويو پېښو سره روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په دغه هېواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۶ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG