د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې یو شمیر کورنۍ لاهم د پولیو واکسین په اهمیت نه پوهیږي


سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۴ پیښې ثبت شوي
سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۴ پیښې ثبت شوي

د کندز ښار یو شمېر کورنۍ وایي، ناروغۍ طبیعي پېښه او د خدای تعالی له لوري یو آزماېښت دی او ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړه او نه ورکړه هېڅ کومه ګټه نه لري. دوې فکر کوي چې که واکسین هم ورکړل شي بیا به هم په ګوزڼ اخته کیږي.

د کندز ښار یو تن ډاکټر عبدالبصیر رشیدي وايي، ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره هېڅ ډول فکر نه کوي.

ډاکتر رشیدي وایي: "... ځينو کورنیو کې مور او پلار د ماشومانو په اړه بې تفاوته وي خو بیا ځینې د خپلو اولادونو پر وړاندې لا زیات مسؤلیت اخلي، دا په دی معنی ده چی هغوی د پولیو د څاڅکو د تطبیق سره د یوې فعاله کورنۍ په توګه د خپلو اولادونو راتلونکی ته هوډمند دي، او د نه پام په صورت کی به خپلې کورنۍ ته ډیر زیان ورسوي".

د کندز ښار یو تن اوسیدونکی عبدالجبار وايي، په دې باور نلري چې ماشومان به ېې د واکسین په تطبیق سره له پولیو ناروغۍ خوندي پاتې شي.

نوموړي وایي: "دا حتمی ندی چی مونږ خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړو، که واکسین کور ته راشي نو ښه تر ښه او کنه نو مونږ روغتون ته پسې نه ځو، زه په دې عقیده یم چې مرض د خدای له طرفه دی او څه چې خدای کړي وي هغه به کېږي، دا هم په ډاګه نده چی ماشومان به حتماً له دغه واکسین سره ښه کېږي".

د کندز ولایت روغتېایي مسوولین وایي، هغه یو شمېر کورنۍ چې د پولېو واکسین په اړه نا سم پوهاوی لري له هغوی سره یې د سیمې د مخورو له لارې د واکسین په اړه معلومات شریک کړي دي.

پدی هکله یو دیني عالم وايي چې د مرض تداوي شریعي امر دی او په مقابل کې وقایه او مخکې له مخکې ېي مخنېوی د کورنیو د مشرانو فریضه ده.

هغه زیاته کړه: " تداوي سنت دی، مور او پلار د کورنۍ مسولیت لري چې د خپلو ماشومانو صحت ته پام وکړي، د پولیو واکسین یوه داسې تداوي ده چې د پیښې له پیښیدو مخکې د مرض مخه نیسي. ګوزڼ لوی مصیبت دی او د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي نو مور او پلار ته پکار ده چې د دین په رڼا کې د ګوزڼ مخه ونیسي او خپلو اولادونو ته واکسین ورکړي، که د پولیو څاڅکي ېې کور ته نه راځي نو باېد دوې صحي مرکزونو ته لاړ شي".

که څه هم دیني عالمان د ماشومانو د تداوۍ او له مرض وړاندې د هر ډول ناروغېو پر وړاندې د هغوې وقایه کول په سنت طریقو کې حسابوي خو یو شمیر کورنۍ بیا هم د خپلو اولادونو روغتیا ته پاملرنه نه کوي.

روغتیايي کارکونکي وايي چې له ګوزڼ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره کورنۍ مسولیت لري چې د خپلو ماشومانو د صحت خیال وساتي او د واکسین د کمپاینونو پر وخت د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمېر ۴۴ تنو ته رسیدلی دی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG