د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په خاکسفید کې د پیچکاري له لارې د پولیو واکسین تطبیق شوی


한 간호사가 결핵 치료제를 환자에게 투약하기 위해 준비 중이다. (자료사진)
한 간호사가 결핵 치료제를 환자에게 투약하기 위해 준비 중이다. (자료사진)

د فراه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د ۶ ورځو لپاره تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پیچکارۍ له لارې د پولیو یا ګوزڼ واکسین پیل او تطبیق شو.

د فراهولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، خاکسفید د دغهولایت نا امنه ولسوالۍ ده او هلته په ډیره لوړه کچه ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ له ګواښونو سره مخامخ دي.

هغه زیاتوي، په خاکسفید ولسوالۍ کې د پیچکارۍ له لارې پیل شوی واکسین ډیر ګټور او قیمتي دی او که چیرې یو ځل ماشومانو ته ورکول شي، د تل لپاره د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ژغوریدلی شي.

ښاغلی شایق وایي"د پیچکارۍ له لارې واکسین ډیر زیات ارزښت لري، ځکه که چیرې یو ځل کوم ماشوم ته دا واکسین ورکول شي، نو بیا په ګوزڼ نه اخته کیږي، ځکه دا واکسین ډیر زیات قیمت لرونکۍ واکسین دی. او دا ډول واکسین د فراه په ټولو ولسولیو کې نه تطبیقیږي، او یواځې په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو واکسین خطر په ډیره لوړه کچه شتون ولري تطبیقیږي".

په فراه کې د پولیو متخصص ډاکټرانله خلکو څخه غواړي چې د پیچکارۍ له لارې دې هم خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګوي.

ډاکټر مهتاب الدین نورزی وایي، د پیچکارۍ له لارې د پولیو واکسین هرومرو د پولیو وکسین له منځه وړي، او د ماشومانو لپاره هیڅ ډول کوم جانبي عوارض هم نلري.

هغه وايي"موږ د ټولو خلکو څخه هیله کوو، چې دغه د پیچکارۍ له لاری د پولیو زرقی واکسین خپلو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته ولګوي. دا واکسین هیڅ کوم تاوان او جانبی عوارض نلري او د ډیر لوړ قیمت لرونکۍ دی، او ماشومان سل په سلو کې د ګوزڼ له ناورغۍ څخه ژغورلای شي".

په فراه کې یو تن مدني فعال حمیدالله رحماني وايي په ماشومانو کې ګوزڼ تباه کوونکي ناروغي ګني او پر وړاندې یې د پیچکارۍ له لارې د پولیو واکسین پیلیدل د اړونده چارواکو او مرستندویه موسسو لخوا د ستایلو وړ بولي.

دی وايي"یونسف او نړیوال روغتیایی سازمان پولیو واکسین په عملې کولو کې ډیري زیاتي هلې ځلې کړي، او ډیر زیاتي پیسي یي لګولي، چې زموږ لخوا د ستایلو وړ دي، ځکه دوي ددې واکسین په عملي کولو سره زموږ ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ژغورلي دي".

که څه هم له یو نیم کال راهیسې په فراه ولایت کې د ګوزڼ کومه مثبته پیښه نه ده رامنځته شوې، خو د روغتیایی چارواکو پر وینا لا تر اوسه هم په دې ولایت کې په لوړه کشته د ګوزڼ د ناروغۍ ګواښونه شته دي.

XS
SM
MD
LG