د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې له واکسين سره د مخالفو کورنيو شمېر کم شوی


په خوست کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د عامه پوهاوي د مسئولين وایي، په دې ولایت کې یو شمیر کورنۍد عقيدوي مسائلو له کبله نه غواړي خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي.

د خوست د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل وايي، چې د خلکو همکاري، د نړيوالو او سيمه ييزو رسنيو له لارې کېدونکي عامه پوهاوي د انکاري کورنيو د شمېر په کمښت کې مرسته کړې ده.

ده وویل" په عامه پوهاوي کې مو مشران، ديني عالمان او متنفذين ګمارلي دي. دوی کولای شي چې خلکو ته د واکسين ګټې په ښه ډول بيان کړي او همدارنګه د پوليو په خطر يې هم وپوهوي‟.

د رسمي شمېرو له مخې تېره مئ مياشت په خوست کې شاوخوا ۱۴ زره ماشومان د خپلو کورنيو د انکار پر اساس د ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم پاتې شوي وو.

خو د جولای مياشتې ارقام ښيي، چې په دغه مياشت کې د کمپاين پرمهال د يادو ۱۴ زره ماشومانو له جملې څخه ۷ زره يې واکسين شوي او شاوخوا ۷ زره نور هغه يې له واکسين محروم ساتل شوي وو.

د خوست یو تن اوسیدونکی سردار شفق وایي، د کورنیو له خوا ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکول د هغو ژوند ته خطر دی.

هغه وويل"هغو ماشومانو ته چې واکسين ورکړل شوي، ايا هغوی يې بې لارې کړي او يا يې بل تاوان ورسولی؟. خو که څوک بې لارې کېږي، هغه پر واکسين پورې اړه نلري. واکسين د ګټې شی دی او د ماشومانو د روغتيا لپاره ډېره ګټه لري".

د روغتياپالانو په وينا د يوه ماشوم نه واکسينول، د دوه سوه نورو ماشومانو روغتيا ته خطر پېښوي. ديني عالم عبدالقدير د دې ويروسي ناروغۍ واکسين څخه انکار له اسلامي اصولو سره په ټکر کې عمل بولي.

هغه وویل"دې لپاره چې زموږ ماشومان يا شلېږي، معيوبېږي او يا مړه کېږي، نو د مخنيوي لپاره يې دا واکسين موږ ته رالېږل کېږي. طب او ډاکټران هم وايي، چې دا واکسين يواځې د پوليو د مخنيوي لپاره دي، نو ويلای شو، چې سل فيصده د اسلام له نظره جواز لري".

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ساري ناروغۍ مثبتې پېښې لري. دا ناورغي تداوي نلري، خو د مخنيوي يوازینۍ وسيله يې د پوليوضد څاڅکي دوواکسين دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG