د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په لیرو پرتو سیمو کې هم د ګوزڼ واکسین تطبیق شوی


Pakistan Daily Life
Pakistan Daily Life

دکونړ روغتیايي مسولین وايي،چې په دغه ولایت کې یې ځینو هغو محرومو ماشومانو ته دګوزڼ واکسین ور رسولي،چې په تېرو شپږو کلونو کې نه وو تر لاسه کړي؛خو په همدې حال کې دولس ځینې استازي وايي په لرې پرتو بانډو کې دواکسینو پروسه جعلي روانه ده .

که څه هم په تېرو کلونو کې دکونړ په کچه له شلو زروډېر ماشومان دګوزڼ له واکسین نهپاتې کېدل خو چارواکي وايي،چې دقومي مشرانو سره جرګو او عامه پوهاوی لامل شوی ، چې په دغه کچهکې دپام وړ کموالیرا وړي .

اوس مهال په کونړولایت کېد پولیو یا ګوزڼ کمپاین په هر دور کېنژدې یو نیم سل زره ماشومانو تهواکسین رسيږي؛خو د پاتېدیارلس زرههغو ماشومانوسرنوشت ، چې له واکسین څخه پاتې شوي لا هم د اندیښنې وړ دی .

دکونړ دعامې روغتیا رییس ډاکټر اسد الله فضلي امریکا غږ ته وویل ،چې له واکسین څخهدپاتې شویو ماشومانو ګراف یې راټیټ کړی او خپلې هڅېیې لاپسې چټکې کړي دي.

هغه وايي:"مونږ په هر کمپاین کې ۱۴۵ یا ۱۴۸ ماشومان واکسین کوو خو کله ۱۷ زره کله ۱۲ زره او کله ۱۳ زره ماشومان له مونږ څخه پاتې کېږي، په دې تېر کمپاین کې مونږ نه ۱۳ زره ماشومان پاتې شوي او له هغې وړاندې،چې کوم کمپاین تر سره شوې په هغې کې ۱۷ زره ماشومان پاتې شوي دي."

د فضلي په وینا ، لاهم په یو شمېر ولسوالیو کې ځینې داسې سیمې شته،چې ددولت وسله والومخالفینو پکې پر واکسین بندیز لګولی دی .

دکونړ په شیګل،مرورې،سرکاڼو، وټه پور او یو شمېر نورو ولسوالیو کې داسې ډېرې سیمېشته ،چې وسله والو کسانوپکې دټوپکو په زور واکسین بند کړي،خو روغتیايي چارواکي دغه کسان طالبان نه ګڼي ، داد خپل سرو وسله والو ډلو کار بولي .

دکونړ وټه پور هغه ولسوالۍ ده ، چې په یوه لویه دره کې یې وسله والو کسانو پر واکسین بندیز لګولی و،خو روغتیايي چارواکي وايي، دقوميمشرانو د هڅو په پایله کې دکونړ ددغې لویېبرخې پاتېماشومانو ته اوس واکسین ازاد شوي دي.

خو دکونړ ولایتي شورا مرستیال جمال الدین سیارپه لرې پرتو بانډو کې دپاتې شویو ماشومانو شمېرډېره ښیياوزیاتوي ، چې په ګڼو سیمو کې کارکونکي پیسې اخلي،خو ماشومانوته دګوزڼ ضد واکسین نه ور رسوي.

هغه په دغه برخه کې روغتیايي چارواکي پړه ګڼي او زیاتوي ،چې کلیوالو خلکو تهیې دواکسین د ګټو په هلکه سم پوهاوی نهدې ورکړی.

هغه وايي:"په لرې پرتو بانډو کې عامه پوهاوی نه دی شوی،خلک تر اوسه په دې نه پوهېږي،چې واکسین څه شی دي او ګټه یې څه ده او دا ټوله دعامې روغتیا دریاست پ کمزورۍ دلالت کوي،چې خلک یې نه دي پرې پوه کړي."

خو دعامې روغتیا ریاست دغه خبره نه مني او وايي، دکمپاین پروسه په مسلسله توګه تعقیبوي

دکونړ ځینې اوسېدونکي هم دواکسین روانه پروسه ډېره بریالۍ نه ګڼي او زیاتوي ، په یو شمېر لرې پرتو ساحو کې نه مالومېږي،چې واکسین شوي او کنه؛ځکه دنا امنۍ له کبله د څار ډلې سیمې ته نشي تللی .

دمرکز اسداباد یو اوسېدونکی محمد الیاس وايي:" په بره ساحو کې بس واکسین وړل کېږي،خو رسېږي نه؛ځکه څوک ورپسې نه شته دی،چې تعقیب یې کړي ،هلته وېره ده او وحشت دی. په غرونو کې عامه پوهاوی نه دی شوی اوس هم خلک داسې باور لري،چې واکسین انسان داولاد راړلو څخه وباسي نو دا هغه څه دي ،چې باید کار ورته وشي."

که څه هم سږ کال په کونړ کې دګوزڼ کومه پېښه نه ده ثبت شوې،خو تېر کال په غازي اباد ولسوالۍ کې یو کوچنی په فلج اخته شوی و او وړم کال په دې ولایت کې دګوزن وهلو ماشومانوشمېره اوه ( ۷) ته رسېده.

دافغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دځینو کورنیو دمخالفت او یا هم د ځینو وسله والو ډلو له وېرې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخهپاتې کېږي،خود ډېرو په باور ښه لاره یې دهغو خلکو دذهنونو روښانه کول دي،چې له واکسین څخه کرکه لري.

XS
SM
MD
LG