د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د پولیو یوه بله پیښه ثبت شوې


د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې مهاله په افغانستان کې د پولیو اته مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې مهاله په افغانستان کې د پولیو اته مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو دا نوې پېښه د دغه ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د المېش په نوم سیمه کې روغتیایي کارکوونکو ثبت کړې ده.

د جنوبي زون د کتلوي معافیت ریس ډاکتر عبدالرشید الکوزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د شاولیکوټ ولسوالۍ د المېش په نوم سیمه کې یوه اته میاشتنۍ نجلې پولیو وهلې چې له وړاندې یې د پولیو د ناروغۍ پر ضد هییڅ واکسین نه وو اخیستي.

ډاکټر عبدالرشید وویل چې په دې سیمه کې د تیرې می میاشتي راهیسې د واکسین هیڅ کمپاین ندي عملي شوی.

هغه وویل چې د امنیتي ستونزو له امله اوس هم دغې سیمې ته لاس رسی لري، خو د پوليو مشترک ټيم هڅه کوي چې لومړی سیمې ته لاس رسی پيدا کړي او بیا په بیړنۍ توګه په دغه سیمه کې ماشومانو ته د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین عملي کړي.

ډاکټر الکوزي وویل "په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موږ بله پېښه هم لرو او دوهمه پېښه هم داده په کې رامنځ ته شوې د سیمې خلک هم پدې کې مسئولیت لري چې دا ستونزه ډیره جدي ونیسي او د حل لپاره يې کار وکړي".

بلي خواته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د واکسین د پروګرام یوه مقام سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په کندهار کې د پوليو نوې پېښه د اندېښنې وړ ده.

سید کمال شاه وویل چې تر دې مخکې هم په جنوب کې پنځه پېښې ثبت شوې وې.

ښاغلي سید کمال شاه وویل "لویه ستونزه هغه سیمې دي چې په مسلسله توګه له واکسین څخه پاته شوي او په محیط کې د ویروس شتون د پوليو خطر نور هم زیاته وي".

شاولیکوټ ولسوالې په کندهار کې له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې وسله والو طالبانو په کې له دولتي حاکمیت څخه بهر سیمو کې له تېر یوه کال راهیسې د خپلو ځینو غوښتنو د پوره کیدو لپاره د واکسین پر کمپاینونو بندیز لګولی.

په کندهار کې د پوليو د پروګرام یوه مسئول د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې د پوليو مشترک ټيم هڅه کوي چي د دولت له وسله والو مخالفینو سره خپل تماسونه کړي تر څو د پوليو تر ګواښ لاندې سیمو کې د پوليو د واکسین د عملي کولو اجازه ورڅخه تر لاسه کړي.

په روان کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو پېښو شمېراتو ته ورسید چې درې په کندهار، دوه په هلمند، یوه په زابل، یوه په کندز او یوه هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG