د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د واکسیناتورانو د وژنې قضیه لا هم ګونګه ده


د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو د وژنې مسولیت لا هم چا په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومتي چارواکي او د وژل شویو کسانو کورنۍ یې پړه پر وسله والو طالبانو ور اوړوي.

د دې اونۍ په سر کې دغازي اباد ولسوالۍ هغه درې اوسېدونکي دشلغشي په نوم سیمه کې نا معومو وسله والو وژلي وو چې څه موده وړاندې له یو قومي مشر او جهادي قوماندان سره یو ځای وسله والو وړي وو.

دغه درې واړه دیوې کورنۍ غړي و، چې یو یې دایلګل په روغتیايي مرکز کې واکسناتور او بل یې د کمپاینونو سیمه ایز مسول او دریم یې د واکسینو یو رضاکار و.

د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبد الحبیب سیدخېل ویلي، چې دغه واکسیناتوران په سیمه کې مېشتو پاکستاني طالبانو وژلي.

هغه زیاتوي،چې دا کسان په خپل سر یوې نا امنه سیمې ته وغلي و: هغه وايي"پر ځای د دې،چې ولسوال یا امنیه قوماندان په جریان کې واچوي،په خپل سر له شېرغش سیمې تېرېږي او دمخالفو وسله والو سره مخ کېږي او له ځانه سره یې وړي"

تر اوسه په کونړ کې دواکسینو کار کونکو ته په ښکاره توګه کوم ګواښ نشته دی
تر اوسه په کونړ کې دواکسینو کار کونکو ته په ښکاره توګه کوم ګواښ نشته دی

خو د دې ولایت دعامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر احسان الله فضلي وايي تر اوسه د دغو وژنو مسله نه ده روښانه.

هغه وايي:"مونږ ته ددې کسانو دنیول کېدو او وژل کېدو لامل نه دی مالوم،خو تر اوسه مونږ کوم کارکونکي ته کوم ګواښ هم نه دی شوی".

هغه زیاتوي، چې تر اوسه یې دواکسینو کارکونکو ته کوم ښکاره خطر نه دی ورپېښ شوی.

خو دوژل شویو واکسناتورانو دکورنۍ یو مشر صالح محمد وايي طالبانو د هغه د ورور په ګډون څلور کسان نیولي وو، چې لومړی یې دغه درې کسه وژلي او دوه ورځې وروسته یې دهغه ورور هم بې مرګه نه دی پرېښی.هغه وویل: "طالبانو نیولی و،دحزب اسلامي قوماندان و،خو ده ورته ویل،چې زه نه تسلیمېږم،نو زما ځوی دهغه زوی او دهغه زوم یې ووژل او په درېیمه ورځ یې زما ورور هم وواژه".

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي تر اوسه د دغو کسانو د وژنه د دوی د ملګرو کار نه شي ګڼلی ځکه په دې تړاو یې پلټنه پیل کړې ده، خو زیاتوي، چې طالبان د واکسینو د کمپاینونو مخه نه نیسي.

تر اوسه په کونړ کې دواکسینو کار کونکو ته په ښکاره توګه کوم ګواښ نشته دی، خو بیا هم په اتو ولسوالیو کې د نا امنۍ او وسله والو ډلو د مخالفت له کبله څوارلس زره ماشومان له واکسینو پاتې کېږي.

تېر ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې دواکسینو څلور کارکونکي وژل شوي و،چې یوه ښځه وه.

XS
SM
MD
LG