د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو د اغیزمنې مبارزې لپاره د ډاکټرانو رضا کاره طبي ټولنه جوړه شوې


یوې ماشومې ته د پولیو واکسین تطبیق
یوې ماشومې ته د پولیو واکسین تطبیق

په فراه ولایت کې یو شمېر ډاکټران نه یوازې په خپله له پولیو سره مبارزه کوي، بلکې نور ډاکټران او د ټولنې اغیزمن کسان هم هڅوي چې د پولیو په وړاندې اغیزمنه مبارزه وکړي.

دې ډاکټرانو د خپلې اغیزمنې مبارزې د بریا لپاره د رضا کاره ډاکټرانو طبي ټولنه تاسیس کړې ده.

د دې ټولنې رئیس، ډاکټر صلاح الدین احدي وایي چې په ټولنه کې ډیرې داسې روغتیايي ستونزې شته چې نه یوازې طبی اړخ لري، بلکې حل یې مختلفو ټولنیزو لارو چارو ته هم اړتیا لري.

ښاغلي احدي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "څنګه چې پولیو یوه ساري ناروغي ده او درملنه نلري نو له همدې کبله د مخنیوي يواځينۍ لار یې واکسین دی، په همدې خاطر باید ټول ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کاله کم وي باید حتماً واکسین شي تر څو له دې مهلکې ناروغي څخه وژغورل شي."

د نوموړي په وینا، د ساري ناروغیو په وړاندې د مبارزې په موخه اړتیا دا ده چې د ټولنې اغیزمن کسان بسیج او همغږي شي ترڅو په دې برخه کې د ټولنې اغیزمن قشر( لکه قومي مخور، دیني عالمان او مدني فعالان) ځانګړي رول لري.

هغه زیاته کره، څنګه چي «تاسو ته جوته ده، کوم پیغام چې يو ډاکټر خلکو ته وړاندې کوي د یو عادي کس په پرتله خلک ډیر پرې باور کوي او کوم ضررونه چې د پولیو او نورو ناروغیو په هکله ډاکټرصاحبان ورته په ګوته کوي په ټولنه کې ډیر مثبت تاثیر لري.»

ډاکټر احدي امریکا غږ ته دا هم وویل چې په همدې موخه یې د ډاکټرانو ټولنه رامنځ ته کړیده چې په رضاکارانه ډول د ګوزڼ په شمول د ټولو هغه ستونزو لپاره مبارزه کوي، کوم چې ولسي ریښې لري او عامه پوهاوي ته اړتیا لري.

هغه وویل: "زموږ د فراهي داکټرانو د ټولنې ټولو غړو ته سپارښتنه شوې تر څو په حادي ډول کومه د پولیو یا ګوزن مشکوکه ناروغ سره مخ کیږي باید اړوند فوکل پاینت ته خبر ورکړي او د ګوزن او نورو ساري ناروغیو په هکله ټولو ناروغانو ته چې د دوی کتنځایونو ته مراجعه کوي لنډ معلومات ورکړل شي ترڅو ماشومان یې پر وخت واکسین شي."

د نوموړي په وینا، میډیا او ټولنیزو رسنیو سره د ساري ناروغیو په ځانګړي توګه د پولیو په هکله خپل وطنوالو ته د ډاکټرانو لخوا کافي معلوماتو وړاندې کیږي.

په ورته مهال؛ کورنۍ وايي چې د ډاکټرانو یادې هڅې د دې لامل ګرځي تر څو ماشومان پر وخت باندې واکسین شي.

په دې هکله د یوې لس کسیزي کورنۍ مشر، عبدالله امریکا غږ ته وویل: "د ډاکټرانو او د دوی د ټولنې څخه خوشحاله یو چې تل یې مونږ ته د واکسین په اړه معلومات راکړیدي او د دوی د برکته خپل ماشومان پر وخت واکسینوو. د ډاکټرانو ټینګار او کوښښ په خلکو ډیر تاثیر لري ترڅو خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي."

څیړونکي وایي د کورنیو مشرانو ته د ډاکټرانو لخوا توصیه کول تر بل هر چا مهم دي او ژر د هغوی باور بدلولی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG