د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په ولایت کې د پولیو واکسین پر کیفیت باندې ټینګار


د فراه روغتیايي مسوولین د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته په معیاري توګه د پولیو واکسین پر رسولو ټینګار کوي او وایي چې د گوزڼ واکسین باید تر تطبیق دمخه په معیاري توگه په مخصوصو وسایلو کې وساتل شي.

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاګټر عبدالجبار شایق وایي، د دې لپاره چې پولیو واکسین په سمه توګه د ماشومانو د ګوزڼ مخنېوی وکړای شي، واکسین باید د تودوخي په معیاري درجه کې لیري پرتو ولسوالیو ته انتقال کړای شي.

ښاغلی شایق وایي: "موږ دا ځل ډېر د پولیو واکسین پر کیفت باندې کار کوو چې پولیو واکسین په پوره کیفیت سره ولسوالیو ته ورسول شي او مطمین شو چې ماشومان بیرته د واکسین څاڅکې له خولې ونه باسي، او همدا شان یو ماشوم بار بار واکسین شي چې تاثیر پرې وکړي."

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکي پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ډیر اړین بولي، ځکه په وینا یي همدا واکسین دی چې د ماشومانو د تلپاتي فلج مخنېوۍ کوي. دوی هم اړونده مسوولینو څخه غواړې چې د پولیو واکسین خوندېتوب او تطبیق کې هېڅ ډول ناغیړي ونکړي.

د فراه اوسېدونکۍ یونس څپاند پدې اړه وايي: "پولیو واکسین په ټولنه کې له ډیرو مهمو کارونو څخه دی، ځکه واکسین د افغانستان راتلونکۍ نسل ماشومان ژوغوري، خو دوی باید د واکسین په تطبیق کې هیڅ ډول بې پروایي ونکړي او پولیو واکسین باید د یو ځای څخه بل ځای ته د انتقال په وخت کې په معیارې حرارت درجه کې وساتي".

وروسته له هغه په فراه کې د پولیو واکسین ارزښت خبره ډېره راپورته شوه چې پدې وروستیو کې د پولیو واکسین کمپاینونو بندیدو سره هم مهاله په فراه کې د فلج دوي پیښې رامنځته شوي. اوس ددې ولایت اوسېدونکي د پولیو د کابو کولو لپاره د واکسین په سم تطبیق ټینگار کوي.

XS
SM
MD
LG