د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې د پولیو درې ورځنۍ کمپاین او امنیتي ننگونې


د فراه سیمه ییز روغتیایي چارواکي وايي، د دې ولایت په ځېنو نا امنه ولسوالیو کې زیات شمیر ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخي پاتي شوې دي.

ټاکل شوي وه، چې ددې کمپاین په لړ کې تر پنځو کلونو ښکته کابو ۲۸۰ زره ماشومان په فراه کې واکسین شي، خو د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وایي، ددې ولایت په ځېنو نا امنه ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو له خوا د پولیو واکسین د ګرځنده کمپاینونو د بندیدو په پایله کې زیات شمیر ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخي پاتي شوې دي.

هغه زیاته کړه: "د پولیو واکسین پر وړاندې امنیتي ننګوني شتون لري، خو موږ هڅه کوو چې د عامه پوهاوې له لارې کورنۍ وهڅوو چې خپل ماشومان روغتیایي کلینکونو ته د واکسین لپاره یوسي او همدا شان موږ د پولیو واکسین ټیمونه د کلینیکو باندې دروازو کې ګمارلي تر څو پر خلکو غږ وکړي، چې خپل ماشومان واکسین کړي."

په همدې حال کې د فراه اوسېدونکي د ګوزڼ یا فلج ناروغې ډیره خطرناکه بولي، او د مخنېوي لپاره یي د پولیو واکسین تطبیق ډیر اړین بولي او د دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه کوي.

یونس څپاند د فراه یو تن اوسېدونکي د پولیو واکسین لمن پراخېدو لپاره د انديښني په څرګندولو سره وایي، که د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه د فراه په نا امنه ولسوالیو کې بند پاتي شي، کېدای شي چې زیات شمیر نور ماشومان یو ځل بیا د فلج په تلپاتي ناروغۍ اخته شي.

د روغتیاپالانو په وینا واکسین یوازیني وقایوي درمل دي، چې ماشومان له تلپاته معلولیت څخه ژغوري. د ۲۰۲۰ مېلادې کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبت پېښه نه ده رامنځته شوې، خو په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا تر دې دمه ۴ مثبت پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG