د لاس رسي وړ اتصالات

کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسینولو، حفظ الصحې او خونديتوب پوره مسولیت لري؛ روغتیا پالان


په زابل ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د کمپاین یوه څنډه
په زابل ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د کمپاین یوه څنډه

د غزني ولایت روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د دوی په وینا، که چیرې ماشومانو ته په هر کمپاین کې د پولیو ضد واکسین تطبیق شي، هغوی به هرومرو د پولیو له ساري او وژونکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

روغتیا پالان وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره باید کورنۍ خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، او تر څنګ یې باید شخصي او محیطي حفظ الصحې ته هم پاملرنه وکړي.

په غزني ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر حبیب الله حیدري، امریکا غږ ته وویل: ”هر ځل چې واکسیناتوران د کورونو تر شا راځي، باید کورنۍ خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.“

د نوموړي په وینا، پولیو یوه ساري او ناعلاجه ناروغي ده، او که په وړاندې یې یو ماشوم واکسین نشي، نه یواځې نوموړي ماشوم په ګوزڼ اخته کیږي، بلکه د شاوخوا سیمو نور ماشومانو ته هم د یادې ناروغۍ د سرایت سبب کیږي.

په غزني ښار کې د کوچنیانو د ناروغیو بل متخصص، ډاکټر محمد مهدي، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ پخوا په اندړ او ګیرو ولسوالیو کې دوه مثبتې پېښې درلودې، خو له نیکه مرغه چې د واکسین په تطبیق سره یې نورو ماشومانو ته د خپریدو مخنیوی وشو.“

نوموړی ټینګار کوي چې پولیو درملنه نلري، خو د واکسین په واسطه د وقایې وړ ده، او باید په وړاندې یې ماشومان په منظم ډول واکسین شي، تر څو له یو پلوه د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه شي، او له بل پلوه د ناروغۍ د سرایت مخه ونیول شي.

د غزني ښار اوسیدونکې، شکیبا حسیني، امریکا غږ ته وویل: ”زه یو ماشوم لرم او په هر کمپاین کې یې واکسینوم، تر څو په ګوزڼ اخته نشي، ځکه دغه ناروغي درملنه نلري او د معلولیت سبب کیږي.“

نوموړې له میندو او پلورونو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي، او په هر کمپاین کې دې هغوی د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG