د لاس رسي وړ اتصالات

په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی – روغتیا پالان


د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هیڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.

د روغتیا پالانو په وینا، افغانستان کې د پراخ اقتصادي ناورین له کبله، میلیونونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي، چې د نورو ماشومانو په پرتله د بدن د مقاومت د ټیټوالي له امله د پولیو په ګډون د بیلابیلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي او کورنی باید هرومرو هغوی واکسین کړي.

کابل کې د کتلوي معافیت د پروګرام یو تن پخواني چارواکي، ډاکټر ګلاخان ایوب، امریکا غږ ته وویل: ”خوارځواکي په خپل ذات کې کولای شي ماشومان د پولیو په ګډون په بیلابیلو ناروغیو اخته کړي.“

نوموړی په کورنیو غږ کوي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته دې په ټاکلي وخت د نورو واکسینونو تر څنګ، د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

ښاغلي ایوب زیاته کړه: ”د پولیو ناروغي درملنه نلري او د خلاصون تر ټولو غوره او آسانه لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسین تطبیق دی.“

بل لوري ته، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وایي چې په ټول هیواد کې ۱.۱ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ او ۲.۲ میلیونه ماشومان په منځنۍ خوارځواکۍ اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخېل، د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه امریکا غږ ته وویل: ”موږ د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره ۸۰۰ نوي سایټونه رامنځته کړي، او اوس زموږ د فعالو سایټونو شمېر ۲۰۰۰ ته رسیږي چې دغو ماشومانو ته د درملنې او خوراکي توکو د ویش خدمات وړاندې کوي.“

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور کړی.

روغتیا پالان پدې باور دي چې که چیرې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته په ټاکلي وخت روغتیایي خدمتونه او واکسینونه ونه رسیږي، ښایي د بیلابیلو ناروغیو د خپریدو تر څنګ، د پولیو د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG