د لاس رسي وړ اتصالات

۹.۶ میلیون افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو


په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت په افغانستان کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکوي او وایي چې ټاکل شوې په دغه پړاو کې تر پنځه کلنۍ کښته ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د یاد وزارت چارواکې وایي چې په دغه کمپاین کې به چی د دوشنبه په ورځ د مارچ په ۲۸ (وري اتمه) نیټه پیل شو او څلور ورځې به دوام ومومي، کابو ۹.۶ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین وروسته له هغه ترسره کیږي چې د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې یوه دوه کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوه، چې د افغانستان دننه د روان میلادي کال د ګوزڼ د لومړۍ پیښې په توګه بلل کیږي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "موږ د کمپاین د پیل لپاره پوره چمتوالی لرو او په ترڅ کې به ېې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې (پرته له بامیان، دایکندي، غزني او بدخشان) څخه ۹.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي".

د ښاغلي مومن په وینا، دا کمپاین به د جومات په جومات واکسین کړنلارې مطابق ترسره شي، چې د بامیان او دایکندي ولایتونه او د غزنی او بدخشان ولایتونو ځیني ولسوالۍ د هوا د یخنۍ له امله په دغه پړاو کې شامل نه دي.

نوموړي زیاته کړه، په کومو سیمو کې چې د خلکو کورونو له جوماتونو څخه زیات واټن لري، هلته به د کور په کور واکسین کړنلاره پلې شي.

بل لوري ته، یو شمېر افغانان د ګوزڼ ضد کمپاینونو د بیا پیل هرکلی کوي او له روغتیایي مسؤولینو غواړي چې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دې په ټاکلي وخت ماشومانو ته واکسین ورسوي.

د کابل ښار اوسیدونکۍ، نظیفه وایي: "کابل کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شوی او ټولو ماشومانو ته په سمه توګه واکسین تطبیق کیږي".

اغلې نظیفه، له روغتیایي چارواکو غواړي چې دا لړۍ جاري وساتي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د غزني ښار اوسیدونکې، خالده امریکا غږ ته وویل: "مخکې د ځینو امنیتي دلیلونو له امله د ګوزڼ ضد کمپاينونه په ټپه ولاړ ؤ. اوس دغه بهیر بیا پیل شوی او زموږ ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کیږي".

د عامې روغتیا وزارت چارواکي له خلکو غواړي چې له روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو د پولیو ناروغۍ ټغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

XS
SM
MD
LG