د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نویو کډوالو کورنیو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کیږي


د ۲۰۲۲ کال د پولیو ضد کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
د ۲۰۲۲ کال د پولیو ضد کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

روغتیایي مسؤولین وایي چې کابل کې د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي په موخه د نویو کډوال شویو کورنیو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي.

کابل هغه ولایت دی چې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو خلک پکې ژوند کوي. په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کورنۍ له نورو ولایتونو څخه دې ولایت ته ګډه شوي، چې د پولیو ویروس د انتقال او خپریدو ویره ېې رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې دوی د واکسین ټیمونه ګمارلي چې د هغو کورنیو ماشومانو ته چې په دې ورستیو کې کابل ته کډه شوي، د پولیو ضد واکسین وکړي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " موږ د هر کمپاین له تطبیق څخه مخکې د واکسین په پلان بیاکتنه کوو او د هغو کورنیو ماشومان چې نوي کابل ته کډه کیږي، د واکسین په پلان کې شاملوو."

د نوموړي په وینا، دوی د پولیو ویروس د څارنې او تثبیت لپاره د منظم سروېلانس سېستم لري او پر بنسټ ېې اړین تدابیر نیسي.

کبرا، چې کورنۍ ېې په دې ورستیو کی کابل ته کډه شوې وایي، که څه هم د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو په هکله پوهېږي، خو د کډوالۍ له امله په دې نده توانیدلې چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

اغلې کبرا وویل: " موږ دوه اونۍ وړاندې له زابل ولایت څخه کابل ته کډه شوي یو. هلته هم کله ناکله د پولیو واکسین ټیمونه راتلل، خو د ناامنیو له امله به مو ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل. "

نوموړې له دې کبله خواشیني څرګنده کړه چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی د خپلو ماشومانو روغتیا او روزنې ته سمه پاملرنه وکړي.

بل لوري ته روغتیا پالان ټینګار کوي چی هغو کورنیو ته چې د هیواد له لري پرتو سیمو څخه کابل ته کډه شوي باید د عامه پوهاوي پروګرامونه په پام کې ونیول شي، تر څو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

د کابل په فرانسویانو روغتون کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم په دې هکله امریکا غږ ته وویل:" په کابل کې د نویو کډوالو کورنیو لپاره باید د پولیو واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي. "

ډاکټر عاصم له دولتي مسؤولینو غواړي چې د کابل په دروازو او د نورو ولایتونو تر منځ په غزیدلو لویو لارو کې دې د کډوالو کورنیو د ماشومانو د واکسینولو لپاره روغتیایي ټیمونه وګماري.

داسې ښکاري چې روان ۲۰۲۲ میلادي کال هم د افغانستان لپاره د پولیو ناروغۍ له پلوه ګواښوونکی کال دی، ځکه څو ورځې وړاندې په پکتیکا ولایت کې د دغې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان له ګوزڼ او تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG