د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: د اسلام له مخې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې هیڅ خنډ نشته


انځور له آرشیف څخه آخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه آخیستل شوی

په کابل کې یو شمېر دیني عالمان د پولیو واکسین په تطبیق ټینګار کوي او وایي چې د اسلام د سپیڅلي دین له لحاظه د دغه واکسین د تطبیق په وړاندې هیڅ ډول ممانعت نشته.

د کابل یو شمېر دیني عالمان وایي چې د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی د دې سبب شوی چې خلک د پولیو واکسین په اړه د منفی او ناوړه تبلیغاتو ښکار وګرځي او خپلو ماشومانو ته واکسین ونکړي.

دیني عالمان وایي چې د پولیو په اړه منفي او ناوړه تبلیغات هیڅ ډول دیني او اسلامي اساس نلري او دوی به په یوه خوله پدې هکله د منبر له لارې خلکو ته اړین معلومات وړاندې کړي.

د دوی په وینا، د هیواد په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین په اړه د خلکو د شکونو د لرې کولو په موخه علمي کنفرانسونه ترسره کړي او په ترڅ کې ېې د واکسین د تطبیق په اړه د خلکو او دیني عالمانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

هغوی زیاتوي، مونږ اوس دې پایلې ته رسیدلي یو چې د پولیو واکسین د شریعت له لحاظه هیڅ ډول ستونزه نلري.

د کابل یو تن دیني عالم، مولوي احسان‌الحق حنفی امریکا غږ ته وویل: ”په ټوله نړۍ کې پولیو له منځه تللې، خو په افغاني ټولنه کې لا هم د دغې ناروغۍ نښې نښانې ترسترګو کیږي، چې عمده لاملونه ېې د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او د پولیو واکسین په اړه ناوړه تبیلغات بلل کیږي.“

د ښاغلي حنفي په وینا، دیني عالمان کولای شي د منبر له لارې خلکو ته د پولیو واکسین د تطبیق په اړه اړین معلومات وړاندې کړي، ځکه دوی د ټولنې له لوري منل شوي کسان بلل کیږي او خلک ېې د ویناوو درناوی کوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې رغنده رول ولوبوي او خلکو ته د ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي حقوقونو په هکله د منبر له لارې اړین معلومات وړاندې کړي.

بل لوري ته، یو شمېر کابل ښاریان هم پدې باور دي چې د پولیو په اړه ناسم تبلیغات کولای شي د دغې ناروغۍ د خپریدو لپاره زمینه برابره کړي.

د کابل ښار اوسیدونکي، شکیب امریکا غږ ته وویل: ”زه شخصاً د پولیو واکسین په اړه د هر ډول ناسمو تبلیغاتو مخالف یم، ځکه دغه واکسین د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره چمتو شوي او زموږ د ماشومانو ژوند ژغوري.“

د ښاغلي شکیب په وینا، د دوی کورنۍ هیڅکله خپل ماشومان له واکسین څخه ندي محروم کړي او تل ېې هڅه کړې چې نورو کورنیو ته هم دا پیغام ورسوي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG