د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسؤولین: زابل کې کور په کور واکسین تطبیق کیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د زابل ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې ېې د کور په کور واکسین د تطبیق لپاره پلان چمتو کړی.

د افغانستان د جنوب لویدیځې حوزې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې ډيورنډ‌ کرښې ته څیرمه قبایلي سیمو کې لا هم د پوليو مثبتې پیښې ترسترګو کیږي او په زابل ولایت یې چې له یادې کرښې سره اوږده پوله لري هم ناوړه اغیزه کړې.

د زابل ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی په پام کې لري چې پدی ولایت کې د پوليو ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه، د کور په کور کمپاین له لارې تر ۳۰۰۰۰۰ زیاتو ماشومانو ته چې ګڼ شمېر ېې د اوږدې مودې لپاره له واکسین څخه محروم پاتې و، واکسین ورسوي.

د زابل د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر عبدالحکیم حکیمي امریکا غږ ته وویل: "په ګاونډیو ولایتونو کې او د وزیرستان په قبایلي سیمو کې د پولیو د مثبتو پیښو د شتون له امله زابل کې د پولیو ویروس د خپریدو ګواښ لوړ شوی، او موږ د کور په کور واکسین تطبیق پریکړه کړې."

ډاکټر حکیمي زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان د پوليو پر ضد د مبارزی ګډ ټیم ټینګار کوي چې باید د دواړو هیوادونو له لوري د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه اړین اقدامات ترسره شي، تر څو د دغې ناروغۍ د خپریدو ګواښ ټیټ شي.

د نوموړي په وینا، دوی خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړي او په پام کې لري چې د کور په کور کمپاین د کړنلارې په تطبیقولو سره تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.

بل لوري ته، د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام همکار بنسټونه هم د کور په کور واکسین کړنلاره اغیزناکه بولي او ټینګار کوي چې د یادې کړنلارې په پلی کولو سره به تر هر ماشوم پورې د ګوزڼ واکسین څاڅکي ورسیږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام ویاند سید کمال شاه پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د زیاتوالي له امله د پولیو ناروغي د مخنیوي لپاره، کور په کور واکسین اړین دی."

روغتیا پالان له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې دې هغوی واکسین کړي، ترڅو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG