د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: سږکال د پولیو ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیایي چارواکي وایي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان دننه د پولیو ناروغۍ د کنټرول په برخه کې زیات پرمختګ شوی.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرو، او ویلی شو چې د تېرو کلونو په پرتله د یادې ناروغۍ د پېښو شمېر کم شوی.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د مسؤولینو په وینا، په دغو لاسته راوړنو کې د افغانستان بیلابیلو قشرونو، لکه روغتیا پالانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځینه او نارینه رضاکارانو د پام وړ رول لوبولی.

بل لوري ته، د کابل ښار یو شمېر ځوانان د پولیو ناروغۍ د ګواښونو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې خپل ګډون اړین او ګټور بولي.

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو محصل، واکمن، امریکا غږ ته وویل: ”زه د یوه ځوان په صفت دا خپل ټولنیز مسؤولیت بولم چې خپلو ملګرو او دوستانو ته د نورو موضوعاتو تر څنګ، د پولیو ناروغۍ د ګواښونو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړم.“

د کابل ښار اوسیدونکې، نرګس، بیا وایي چې له دریو کلونو راپدې خوا یې په کابل کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د رضاکارې په توګه کار کړی، او میندې یې هڅولي چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

روغتیا پالان د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو او مرکزي سیمو کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پرمختګ تاییدوي، او وایي چې لا هم په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د پولیو ناروغۍ د ګواښونو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه ټیته ده، او باید پدې برخه کې لا زیات کار وشي.

XS
SM
MD
LG