د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر کموالی


یو ماشوم ته د‌ پولیو واکسین ورکول کیږي
یو ماشوم ته د‌ پولیو واکسین ورکول کیږي

د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې هغوی د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر له کموالي سره مخ دي، خو هڅه کوي چې شمېر یې زیات کړي.

د خوست ولایت د روغتیایي مسؤولینو په وینا، اوس مهال پدې ولایت کې د پولیو ضد واکسین په برخه کې یوازې شپږ تنه ښځینه واکسیناتورانې دنده ترسره کوي.

د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کې د بیلابیلو دودیزو عواملو له امله د ښځینه واکسیناتورانو په ګډون، میرمنو ته د رسمي کار د ترسره کولو اجازه نه ورکول کیږي، چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ اوس د خوست ولایت په شپږو کلینیکونو کې شپږ تنه ښځینه واکسیناتورانې لرو، خو پدې لټه کې یو چې دغه ستونزه هواره کړو او په ټولو کلینیکونو کې ښځینه واکسیناتورانې پر دنده وګمارو.“

د نوموړي په وینا، ښځینه واکسیناتورانو ته زیاته اړتیا ده، ځکه د خلکو د دودونو په اساس ښځینه واکسیناتورانې کولای شي په آسانۍ سره له میندو سره اړیکه ونیسي او د هغوی ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته، د خوست ولایت ځیني اوسیدونکي هم د ښځینه واکسیناتورانو ګټور رول ته په کتو سره، له روغتیایي چارواکو غواړي چې پدې ولایت کې د ښځینه واکسیناتوارانو شمېر زیات کړي.

د خوست ښار یو تن اوسیدونکي، فیض‌الحق سرور، امریکا غږ ته وویل: ”ښځینه واکسیناتورانې د پولیو ضد کمپاینونو له بهیر سره زیاته مرسته کوي، ځکه هغوی کولای شي په آسانۍ سره د خلکو کورونو ته دننه شي او ماشومان یې واکسین کړي.“

که څه هم د افغانستان د ولایتونو په کچه د ښځینه واکسیناتورانو دقیق ارقام په واک کې نشته، خو د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز د مسؤولینو د معلوماتو پر بنسټ، پلازمینه کابل کې د ښځینه واکسیناتورانو شمېر له ۲۰۰۰ تنو زیات دی، چې د پولیو ضد کمپاینونو په تطبیق کې یې د پام وړ مرسته کړېده.

XS
SM
MD
LG