د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد مبارزې په عملیاتي پلان بیا کتنه کیږي - روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي چې دوی په پام کې لري چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ضد مبارزې په عملیاتي پلان بیا کتنه وکړي.

دوی یادونه کوي چې د پرله پسې هڅو سربیره لا هم ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، چې د پولیو ضد مبارزه یې له ننګونو سره مخ کړې، نو اړینه ده چې په عملیاتي پلان بیا کتنه وشي، تر څو تر هر ماشوم پورې واکسین ورسیږي او د یادې ناروغۍ په وړاندې د وقایې ګراف لوړ شي. ‌

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په ۲۰۲۳ کال کې په خپل عملیاتي پلان بیاکتنه کوو، چې مهمه برخه به یې د روغتیایي ټیمونو د شمېر زیاتوالی او د معیاري روزنیزو پروګرامونو له لارې د واکسیناتورانو د ظرفیت لوړول وي.“

د نوموړي په وینا، دا ټولې هڅې د دې لپاره دي چې هیڅ ماشوم له واکسین نه بې برخې پاتې نشي او پدې توګه له افغانستان او سیمې څخه د پولیو ویروس ټغر ټول شي."

اوس مهال تر ګواښ لاندې سیمو کې د عادي کمپاینونو تر څنګ، ځانګړي کمپاینونه تر سره کیږي او په لویو لارو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لوري مسافر ماشومان واکسینیږي، خو لا هم په ځينو سیمو کې د کورنیو د قناعت ورکولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا لیدل کیږي.

کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ” موږ د عامه پوهاوي په پروګرامونو ډیر ټینګار کوو، تر څو خلک د پولیو ناروغي په ګواښونو او د واکسین په ګټو پوه شي، او په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.“

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکتر صدیق الله پتیال امریکا غږ ته وویل: ”که چیرې کورنۍ د دې وحشی ویروس په وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي، نو په هر ځل واکسینولو سره به د هغوی معافیت قوي شي او په راتلونکي کې به د پولیو ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.“

XS
SM
MD
LG