د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: پلازمینه کابل کې به د پولیو د له منځه وړلو هڅې زیاتې شي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په پلازمینه کابل کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، تر څو د پولیو ناروغۍ له خپریدو مخنیوی وکړي.

که څه هم د پلازمینې کابل د اوسیدونکو لویه برخه روغتیایي خدمتونو، په ځانګړي ډول د پولیو ضد واکسین ته لاسرسی لري، خو روغتیایي چارواکي پدې ولایت کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د لازیاتو هڅو خبره کوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د هغو لارو چارو په لټه کې یو چې په کابل ولایت د پولیو مخنیوی وکړي. پدې ولایت کې به د کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو له لارې د واکسین د تطبیق تر څنګ، په مواصلاتي لارو کې د ګرځنده ټیمونه له لوري ماشومان واکسین شي.“

د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې هیڅ ډول امنیتي او مالي ستونزه نلري، او له کورنیو غواړي چې په هر ځل کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته، یو شمېر کابل ښاریان هم په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین داغیزناک تطبیق لپاره په کورنیو غږ کوي چې له دې بهیر سره یو ځای شي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، مصطفی، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”په کار ده چې ټول خلک د ګوزڼ ضد مبارزې او د واکسین د تطبیق به بهیر په چارو کې ونډه واخلي، او په هغو سیمو کې چې کله ناکله ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، باید سیمه ایز مشران، دیني عالمان او لوستي ځوانان لاس په کار شي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

د یادونې وړ ده چې پلازمینه کابل کې د پولیو ضد واکسین ته لاسرسی تر ۹۹ سلنې رسیږي، او د یاد ولایت ډیړی اوسیدونکي په کمپاینونو او کلینیکونو کې خپل ماشومان واکسینوي، خو له ګاونډویو ولایتونو څخه د خلکو زیات تګ راتګ او ګڼه ګوڼې پدې ولایت کې د پولیو ویروس د انتقال ویره زیاته کړې.

XS
SM
MD
LG