د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په اړه په عامه پوهاوي کې د سیمه ایزو رسنیو رول


په خوست کې د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
په خوست کې د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

روغتیایي مسؤولین وایي په میدان وردګ ولایت کې به سیمه ایزې رسنۍ د راتلونکي کمپاین د عامه پوهاوي په برخه کې پراخ رول ولوبوي.

د دوی په وینا، د پولیو ضد راتلونکی کمپاین به د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د میدان وردګ ولایت په ګډون، په ټول افغانستان کې ترسره شي، او سیمه ایزې رسنۍ به یې د عامه پوهاوي چارې پر مخ بوځي.

کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: د مارچ میاشتې پلان شوی کمپاین د میدان وردګو په ګډون د ټول افغانستان په کچه ترسره کیږي، او د لا زیات موثریت لپاره به یې سیمه ایزې رسنې خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د سیمه ایزو رسنیو ښکیلول د کمپاینونو په بریالیتوب کې د پام وړ اغیزه لري.

بل لوري ته، د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي د راتلونکي کمپاین هرکلی کوي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې پدې کمپاین کې دې لیرو پرتو سیمو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکې، زرمینه چې د دوو ماشومانو مور ده وایي: موږ له روغتیایي چارواکو غواړو چې د عامه پوهاوي په برخه کې دې لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه ډیری وختونه د دغو سیمو ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

د میدان وردګ ولایت بل اوسیدونکی او د پوهنتون استاد، عصمت الله حبیب، بیا خپل نظر داسې شریکوي: د ګوزن ناروغۍ د ګواښونو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه عامه پوهاوی یواځې د روغتیایي کارکوونکو او دیني عالمانو دنده نده، بلکه د ټولنې ټول قشرونه باید پکې برخه واخلي.

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو دوه څاڅکي واکسین کولای شي‌ ماشومان له تل پاتې معلولیت او مړینې وژغوري.

XS
SM
MD
LG