د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي مسولین: د افغانستان جنوب کې واکسین کوونکو ته لاسرسی زیات شوی


د ۲۰۲۳ کال در مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین
د ۲۰۲۳ کال در مارچ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین

د افغانستان په جنوب کې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې لېرو پرتو سیمو ته د واکسیناتورانو لاسرسی زیات شوی.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، په جنوب کې ټولټال ۱.۵ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، چې په تېرو کلونو کې د بیلا بیلو عواملو له امله دغه هدف ندی ترلاسه شوی. له نیکمرغه اوس ټولو هغو سیمو ته لاسرسی شته چې مخکې یې ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”په جنوبي ولایتونو کې د پولیو ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی. اوس په کافي اندازه هغو سیمو ته واکسین رسیږې چې پخوا له واکسين څخه پاتې کیدې.“

د نوموړي په وینا، دوی په دغو سیمو کې د واکسیناتورانو او سوپروایزرانو شمېر زیات کړی، او اوس په هر کمپاین کې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسين تطبیق کیږي.

بل پلو، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق (یونیسف) ادارې مسؤولین وایي چې که څه هم په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پېښې کمې شوي، خو د جومات په جومات کمپاین د کړنلارې د تطبیق له امله لا هم ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو د له منځه وړلو لپاره د جومات په جومات کمپاین په پرتله د کور په کور کمپاین کړنلاره زیاته ګټوره او بریالۍ ده، ځکه پدې ډول کمپاین کې له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو چانس ډیر کم وي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو ضد هر کمپاین کې هدف دا وي چې لږ تر لږ ۹۵ سلنه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسیږي. چې دا هدف یواځې او یواځې د کور په کور واکسین له لارې ترلاسه کیدلای شي.

روغتیا پالان وایي چې لا هم ځیني کورنۍ شته چې د پولیو ضد واکسین په ارزښت نه پوهیږي، او خپل ماشومان نه واکسینوي. که چیرې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې خلکو ته د واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ورکړل شي، د پوليو ضد مبارزه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

XS
SM
MD
LG