د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې څه باندې ۱۴ زره ماشومان د پولیو واکسین څخه محروم شوي دي


ځايي روغتيايي مسؤلينو ويلي، چې په خوست کې له ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی. ديني عالمان له خلکو غواړي چې د ماشومانو روغتيا او راتلونکی په پام کې ونيسي.

وروسته له هغه چې په خوست کې د عامه پوهاوي مبليغين له دندو لېرې شوي، اندېښنه دا ده چې په دغه ولايت کې له ګوزڼ ضد واکسين څخه د انکاري کورنيو شمېر ممکن تر پخوا زيات شي.

د روغتيايي مسؤلينو په وينا، دغه کورنۍ کوم قانع کوني دلايل له ځان سره نه لري، خو د ځينو عقيدوي مسائلو پربنسټ نه غواړي خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ناروغۍ واکسين ورکړي.

د روغتيا نړيوال سازمان يا ”ډبليو اېچ او‟ د شمېرو له مخې په وروستي کمپاين کې، چې فبرورۍ کې ترسره شوی، څه باندې ۱۴ زره ماشومان د خپلو کورنيو د انکار له امله له واکسين څخه محروم شوي دي.

اندېښنه دا ده، چې دا شمېر ممکن د هغو مبليغينو په برطرفه کولو سره لا زيات شي، چې تېره مياشت د مالي ستونزو پراساس يونسيف يا د ماشومانونو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق ادارې له دندو لېرې کړل.

خو په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسؤل ډاکټر سيد کمال شاه وايي، چې د عامه پوهاوي يو شمېر نور پروګرامونه د تطبيق په حال کې دي.

هغه وويل:”د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه جريان لري او کوښښ کوي چې داسې پروګرامونه رامنځته کړي چې ډېر موثر واوسي. په دې ضمن کې هغه د مشورې پروسه تر کار لاندې ده‟.

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نلري.

ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د کورنيو ونډه اسلامي وجيبه بولي.

هغه وويل: ”هيچا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي‟.

په ټوليز ډول په خوست کې د هغو ماشومانو شمېر زیات ماشومان د ناامنۍ، د کورنيو د انکار او د ځينو نورو ستونزو له کبله په وروستيو کمپاينونو کې له ګوزڼ ضد واکسين نه محروميږي.

له افريقايي هېواد نايجريا څخه د ګوزڼ ناروغۍ تر پاکيدو وروسته د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لاهم په کې د ګوزڼ ناروغۍ وحشي ويروس پاتې دی.

XS
SM
MD
LG