د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي مسؤولین وایي چې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته تائید کړه چې دغه پېښه نن رامنځته شوې.

هغه وویل، پېښه تثبیت شوې، او د بشپړو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې روانې دي. دلومړنیو مالوماتو له مخې، یو ماشوم چې عمر یې څلور کاله دی د پولیو په ناروغۍ اخته شوی. دا په افغانستان کې او د هېواد په شرقي حوزه کې د پولیو یا ګوزن ناروغۍ څلورمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.

د ننګرهار بهسود ولسوالۍ یو له هغه سیمو څخه ده چې څه موده وړاندې پکې د پولیو محیطي سمپلونه مثبت ؤ، او په دغه سیمه کې د پولیو ویروس د شتون خبر ورکړل شوی ؤ.

په تیرو کمپاینونو کې د یادې سیمې ټولو کورنیو ته د روغتيايي مسؤولینو له لوري ټینګه سپارښتنه شوې وه چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، ځکه پدې سیمه کي ویروس شتون درلود.

له دې وړاندې د ننګرهار ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم د پولیو ویروس د شتون له پلوه محیطي سمپلونه مثبت ؤ.

په دې ورستیو کې، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ، کوټ او نازیان ولسوالیو کې درې ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته شوي، او له امله یې یوې کوچنۍ انجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ختیځه حوزه کې د عادي کمپاینونو تر څنګ، ځانګړي کمپاینونه هم ترسره کوي، او د عامه پوهاوي هڅې یې هم ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG