د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د پولیو ضد هڅو کې د پام وړ پرمختګ شوی


د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د ګوزڼ په ضد د مبارزې د ملي مرکز مسوؤلین وايي چې پدې برخه کې د ټولنې مرسته ډیره اغېزناکه وه چې له کبله یې سږکال په زابل کې د دې ناروغۍ هیڅ ډول پېښه نده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ناروغۍ د ملي عملیاتي مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په زابل کې د پولیو هیڅ مثبته پېښه نده رامنځ ته شوې او نه هم په چاپیریال کې د ویروس موجودیت ثابت شوی.

په یاد ولایت کې ټولټال ۱۴۶۵۰۰ تر پنځو کالو ټیټ عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ‌ پرضد د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي.

ډاکټر مومن وايي چې د یادې موخې تر لاسه کول دا ښيي چې په دې ولایت کې د پولیو پرضد مبارزه د ټولنې په مرسته په بریالی توګه مخ ته تللې.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "په زابل کې د پولیو کمپاین په ښه توګه ترسره شو، دا ځل مو هدف ۱۴۶۵۰۰ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان ول چې له نیکه مرغه دا هدف ترلاسه شو."

سره له دې چې د هېواد په ځينو سیمو کې د پولیو پرضد مبارزه کې ځینې سیمې د پولیو ناروغۍ له ویروس څخه پاکې شوي، خو روغتیايي مسوؤلین وايي چې د هېواد په شرقي حوزه کې د پولیو ویروس موجودیت هغه سیمې هم بیرته ګواښي چې له ګوزڼ ویروس څخه پاکې شوي.

د زابل ځايي اوسیدونکي هم وايي چې خپلو ماشومانو ته پر خپل وخت د ګوزڼ واکسین عملي کوي. د دوی په وینا، په تېر کې ګوزڼ وهلي ماشومان اوس د لوړ عمر خاوندان دي چې د فزیکي ناتوانی له کبله د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځيدلي.

د کلات ښار اوسیدونکی، احمد یې په هکله داسې وايي: "په مخکې کمپاینو کی به واکسین د یو لړ ستوزو له کبله کور ترکوره نه رسیده خو دا ځل بیا په کمپاینونو کې خورا اسانتیاوی راغلي او واکسناتوران کور په کور ګرځي.

نوموړی زیاتوي، د خپلو ماشومانو واکسین می په پوره اخلاص ترسره کړ ځکه نه غواړم د خپل کور ماشومان می په راتلونکي کې فلج وي، زما پیغام نورو کورنیو ته هم دا دی چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندی واکسین کړي.

د زابل سره په ګاونډیو ولایتونو (کندهار او اروزګان) کې سږکال هم روغتیايي مسوؤلین په چاپیریال کې د ګوزڼ ویروس د موجودیت خبر ورکړی دی.

دغه راز په ختیځ ګاونډي ولایت غزني کې هم بیا تر څو میاشتني ځڼد وروسته تېره اونی د پولیو کمپاین پیل شو.

د پولیو پرضد د مبارزې مسوؤلین وايي چې د ګوزڼ پرضد دوامداره مبارزه ځکه اړینه ده چې د پولیو ویروس په ډیره چټکۍ سره د خپریدو وړ دی او پاکې سیمې بیرته ژر په ویروس ککړیدلای شي.

سږکال د هېواد په کچه د ګوزڼ درې پرله پسې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG