د لاس رسي وړ اتصالات

په سویل ختیځه حوزه کې د پولیو کور په کور کمپاین ترسره کیږي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي مسؤولین وایي چې د افغانستان په سویل ختیځه حوزه کې به له دې وروسته د جومات په جومات کمپاین په ځای، کور په کور کمپاین ترسره شي.

د پکتیکا ولایت د روغتیایي مسؤولینو په وینا، له دې وړاندې په یاد ولایت کې د پولیو ضد کمپاینونه جومات په جومات ترسره کیدل، چې زیات ګټور نه وو او ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر حکمت الله عصمت، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا به د پولیو ضد کمپاینونه جومات په جومات ترسره کیدل، خو اوس بیرته د کور په کور کمپاین کړنلاره عملي کیږي او پدې توګه به په آسانۍ سره هرې کورنۍ ته رسیدګې وشي.“

د نوموړي په وینا، سږکال په پکتیکا ولایت کې په ټولیز ډول ۲۵۶۱۷۶ تنه ماشومان واکسین شوي، او شاوخوا ۳۴۰۰۰ ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.

بل لوري ته، د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کور په کور کمپاین څخه هرکلی کوي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې دغه کړنلاره عملي کړي.

د خوست ولایت یو تن اوسیدونکي، عبدالرحمن، امریکا غږ ته وویل: ”جومات په جومات کمپاین کې زیاتې ستونزې شتون لري او ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، خو په کور په کور کمپاین کې تر هر ماشوم پورې واکسین رسیږي.“

د خوست ولایت بل اوسیدونکی، عبدالحکیم، بیا وایي چې زیاتې داسې کورنۍ شته چې نارینه سرپرست نلري او میرمنې نشي کولای د ځینو دودیزو عواملو له کلبه خپل ماشومان جومات ته د واکسین لپاره یوسي، نو کور په کور کمپاین یوه ښه کړنلاره ده، او دوی یې د تطبیق لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دي.

د روغتیایي مسؤولینو په حواله، د سوېل ختیځو ولایتونو سربیره، د افغانستان د لودیځې حوزې په ځینو ولایتونو کې هم د پولیو ضد کمپاینونه جومات په جومات ترسره کیدل، چې د کور په کور کمپاین په پرتله یې زیات موثریت نه درلود.

روغتیا پالان وایي چې د جومات په جومات کمپاینونو په تطبیق سره، له واکسین څخه د محروم شویو ماشومانو ګراف لوړ شوی، خو اوس چې په پام کې ده کمپاینونه بیرته کور په کور ترسره شي، تر هر ماشوم پورې به د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسیږي.

XS
SM
MD
LG