د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: ارزګان کې د پولیو پر ضد مبارزه کې د کورنیو مرسته زیاته شوې


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

په ارزګان ولایت کې د پوليو پر ضد د مبارزې د پروګرام مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د پولیو پر ضد مبارزه کې د کورنیو مرسته زیاته شوې ده.

تېر کال په ارزګان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ څو مثبتې پیښې لیدل شوي، چې د یاد ولایت په چاپیریال کې د پولیو وېروس په شتون دلالت کوي.

په ارزګان ولایت کې تر ۳۰۰۰۰۰ زیات ماشومان د پوليو واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، خو ویل کیږي چې د پولیو پر ضد مبارزه په تېرو کلونو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وه.

د دې ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی پدې وروستیو کې توانیدلي چې په ټولو لرو پرتو سیمو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسوي.

د ارزګان ولایت د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤولین وایي چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د کورنیو مرسته زیاته شوې او له همدې کبله دوی توانیدلي چې ټاکل شوې موخه ترلاسه کړي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام یو تن مسؤول محمد رفیق امریکا غږ ته وویل: "موږ هم له کمپاینونو وړاندې او هم د کمپاینونو په ترڅ کې خلګو ته معلومات ورکوو او له همدې کبله اوس ګن شمېر خلګ له واکسین سره مخالفت نه کوي."

بل لوري ته، د ارزګان ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې لا هم په ځینو سیمو کې یو شمېر کورنۍ د واکسین په ارزښت او ګټو نه پوهیږي او په کار ده چې روغتیایي چارواکي ورته د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

د ارزګان ولایت یو تن اوسیدونکي، شاه محمد امریکا غږ ته وویل: "لا هم زموږ په سیمه کې ځیني کورنۍ د واکسین په ارزښت نه پوهیږي او زموږ غوښتنه دا ده چې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات شي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف ادارې د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤول سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل: "پخوا د افغانستان په کچه نږدی ۸۰ سلنه پیښې له جنوب لویدیځې حوزې، په ځانګړي ډول له کندهار او هلمند څخه راپور ورکول کیده، او یاده حوزه اوس هم هراړخیزو کمپاینونو ته اړتیا لري."

نوموړی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د واکسینولو لپاره دې د کمپاینونو تر څنګ له نږدې روغتیایي مرکزونو هم ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG