د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: کندهار کې د ګوزڼ ضد د واکسین کمپاین ټاکل شوې موخه نده تر لاسه شوې


د پولیو واکسین کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور، مارچ ۲۰۲۲
د پولیو واکسین کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور، مارچ ۲۰۲۲

د افغانستان په جنوب کې روغتیا پالان د هوا په تودېدو سره د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو د احتمال د زیاتوالي خبره کوي او وايي چې لا تر اوسه هم زرګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږی.

د پوليو پر وړاندې مبارزه کې تر هر کور او هر ماشوم پورې د واکسین رسول یوه بنسټیزه موخه بلل کیږي، خو د روغتیایي مقاماتو په وینا له پرلپسې هڅو سره سره دغه موخه نده ترلاسه شوې.

د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت یو چارواکی، ډاکټر اسرار احمد امیري پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”که له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته په هر کمپاین کې واکسین ونه رسیږي، کیدای شي هغوی د پولیو ویروس ښکار شي.

نوموړي زیاته کړه، څرنګه چې په چاپیریال کې روغتیا‌ساتنه په سمه توګه نه مراعت کیږي، نو د پولیو ویروس د شتون او خپریدو کچه پکې لوړه ده.

د ښاغلي امیري په وینا، باید ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکی ورسیږي، ځکه دا یوه ناعلاجه ناروغي ده چې په آسانۍ سره ماشومان اخته کوي او د مړینې او تل پاتې معلولیت سبب ګرځي.

په ورته مهال، یو شمېر دیني عالمان د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو وقایه او واکسینول د کورنیو مسؤولیت بولي.

د کندهار ولایت یو تن دیني عالم، مفتي احمد وایي: ”ټولنه باید د ګوزڼ پر ضد مبارزه کې رغنده ونډه واخلي او میندې او پلرونه مکلف دي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی په ټاکلي وخت واکسین کړي.

بل پلو، د کندهار ولایت ځیني اوسیدونکي د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د اړوندو روغتیایي چارواکو جدي پاملرنه غواړي.

د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي جمعه‌ګل امریکا غږ ته وویل: ”باید د پخوا په شان د واکسین ټيمونه زموږ تر کورونو راشي او ماشومان مو پر وخت واکسین کړي.

د ښاغلي جمعه‌ګل په وینا، د دوی د کورنۍ په ګډون داسې ډیرې کورنۍ شته چې نارینه ېې د ورځې له خوا په کور کې نه وي او میرمنې نشي کولای خپل ماشومان کلینیکونو ته د واکسین لپاره بوځي.

د جنوبي ولایتونو روغتیایي مسؤولین وایي چې له یوه پلوه پدې سیمه کې د ګوزڼ وېروس د شتون کچه لوړه ده او له بله پلوه په هر کمپاین کې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي او دا د دې لامل کیږي چې د دغه ویروس د خپریدو ګواښ نور هم لوړ شي.

دوی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د واکسینولو لپاره دې د کمپاینونو تر څنګ له نږدې روغتیایي مرکزونو هم ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG