د لاس رسي وړ اتصالات

له پنځو میاشتو ځنډ وروسته په غزني کې د پولیو کمپاین پیل شو


د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ویروس ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ویروس ضد کمپاین

د غزني ولایت روغتیایي چارواکي د پولیو کمپاین پیل کیدل ګټور ارزوي او وايي چې دوی د یاد ولایت هرې ولسوالۍ ته د ګوزڼ ضد څاڅګي رسولي، او خلکو يې هم هر کلی کړی دی .

په غزني ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست رئیس، داکتر رسول خان نظري امریکا غږ ته وویل چې دوی د غزني ټولو لرو پرتو سیمو ته د ګوزن ضد واکسین رسولی او په تطبیق کې له هیڅ ډول ستونزې سره ندي مخ شوي.

ښاغلي نظري وویل:پولیو یوه ځوریدونکې ناروغي ده او اسلامي امارت ژمن دی چې ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د صحت په برخه کې د هېواد وګړو ته کافي خدمت ورکړي، په همدې منظور د عامی روغتیا وزارت د پالیسي سره سم به د پولیو کمپاینونه په راتلونکي کې هم دوام ولري.

په غزني ښار کې د پولیو واکسین د کمپاینونو سوپروایزر، ګل ولي بیا وايي چې د کمپاینونه د څه مودې دریدو وروسته دې واکسین ته د خلکو تقاضا زیاته شوې.

ښاغلې ولي امریکا غږ ته وویل: "اوس تقاضا زیاته شوې، مخکې به چې ورغلو، موږ ته به یې ویل چې زموږ ماشومان مه واکسینوئ، دا واکسین حرام دی، خو د څو میاشتو ځنډ وروسته اوس خلک تر اوو او اتو کلنۍ پورې خپل ماشومان هم موږ ته راولي او وايي چې واکسین یې کړئ."

له بلې خوا غزني ولایت کې خلک هم د پولیو کمپاینونو پیل ته خوشال دي.

د غزني ولایت اوسیدونکی، ذبیح الله شریفي چې خپل ماشومان په وخت سره واکسینوي وايي، ماشومانو ته باید په وخت سره د پولیو څاڅکي تطبیق شي ترڅو له تل پاتی فلج څخه خوندي پاتې شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: زه دوه ماشومان لرم، او دا مخکې مې خپل ماشومان واکسین کړل، ځګه واکسین د ماشومانو روغتیا ته ګټه لري، او همدا واکسین دی چې ماشومان له فلج او نورو ناروغیو څخه ساتي. که ماشومانو واکسین نشي، شاید فلج او یا هم په نورو ناروغیو اخته شي."

په غزني ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین په داسې حال کې له پنځو میاشتو وروسته پیل شو، چې په هېواد کې د ګوزن لومړنۍ پېښه د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۱۲ نیټه او دوهمه مثبته پېښه د مې میاشتې په ۱۳ نیټه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې

XS
SM
MD
LG