د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ګوزڼ ویروس محیطي سمپل مثبت شوی دی


د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز مسؤولین وایي کابل تراوسه د ګوزڼ له انساني واقعیاتو پاکه سیمه ده خو تازه پکې یو محیطي سمپل مثبت شوی.

دوی ټینګار کوي چې فامیلونه باید د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې خپل پوره مسؤولیت ادا کړي ترڅو له هېواده د پولیو ویروس د تل لپاره محوه شي.

وروسته له دې چې د هېواد شرقي زون کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې پیدا شوې، د کابل یو شمېر وګړو په منځ کې اندېښنی زیاتې شوې او اوس چې یو محیطي سمپل مثبت شوی نو دا اندېښنې به لا هم زیاتې شي.

کابل کې د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز مسؤول، داکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: ”اوس مهال پلازمینه کابل د پولیو له انساني پېښو څخه پاکه سیمه ده خو متاسفانه په دې وروستیو کې یوه محیطي پېښه د کابل په قلعه زمان خان سیمه کې مثبته شوه نو ځکه مو تدابیر نیولي ترڅو ژر تر ژره کمپاین پیل کړو او د همدې میلادی کال د اکتوبر په ۲۳ نیټه به یو کمپاین پیل شي.“

ښاغلي مومن زیاته کړه، ورستویو کې د مشرقي ولایتونو څو پېښې مثبتې شوې او هلته محیطي سمپلونه هم زیات دي نو له همدی امله موږ هلته کمپاینونه زیات کړي ترڅو وکولای شو چې نورو ولایتونو یا نورو ساحو ته دا ویروس انتقال نشي، نو ښه لاره یې د هر ماشوم واکسینول دي.

د نوموړي په وینا، که خدای مکړه کوم ماشوم له واکسین محروم پاتې شي نو نه یوازې دا چې هغه ماشوم په خطر کې دی بلکې د نورو کورنیو ماشومان یا نورې ساحې هم د دوی نه په خطر کې دي او کیدای شي چې دا ویروس نورو ځایونو ته هم انتقال شي.

بل لوري ته د پلازمینې ځینې روغتیاپالان د کوچنیو ماشومانو د سلامتیا په موخه د پولیو په شمول د ټولو واکسینونو تطبیقول اړین کار بولي او په دغه دوران کې کم توجه یي په دایمي توګه د ماشومانو د فلج سبب کیدلی شي.

د کابل په صحت طفل روغتون کې د ماشومانو متخصص، داکټر عصمت الله عاصم په دې هکله امریکا غږ وویل: ” ګورئ، واکسینونه د ماشومانو تقویتي او وقایوي اسباب برابروي، که چیرته خدای مکړه هغه ماشوم چې عمر یې تر پنځه کلنۍ کم وي او په منظمه توګه واکسین وانخلي د ډیرو عادي امراضو په مقابل کې هم مقاومت یې غښتلی نه وي او ژر ورباندې اخته کیږي."

نوموړي زیاته کره، زما هیله او تقاضا له میندو او پلرونو څخه داده چې دوی باید خپل اولادونه د کمپاین په هره دوره کې واکسین کړي ترڅو په منظمه توګه د واکسینونو تطبیق په راتلونکي کې د دوی ماشومان سالم او صحتمند ساتي او د ناروغیو په وړاندې یې د معافیت کچه لوړه او بدن یې مقاوم پاتې کیږي.“

د یادونې وړ ده چې د ژمي په راتګ پلازمینې کابل ته له نورو همجوارو ولایتونو د ځینو کورنیو کوچ په دې ګڼ میشته سیمه کې د ګوزڼ موجودیت ته لار هواروي خو مسؤولین ټینګار کوي چې خلک باید خپل کوچنیان د لویو لارو په مسیر او همداشان نږدې روغتیایي کلینکونو کې د مختلفو امراضو څخه د خلاصون په هدف واکسین کړي ترڅو د پولیو او نورو ساري ناروغیو له انتقال مخنیوی وشي.

پوليو يوه وژونکې ويروسي ناروغي ده چې هيڅ علاج نه لري او له دې ناروغۍ سره د مبارزې يوازينۍ لار له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژغورل دي چې د واکسين په تطبيق سره ترلاسه کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG