د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو د مخنیوي لپاره د حفظ الصحې برخې ته پاملرنه زیاته شوې ده - مسوولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پر ضد د مبارزې مسوولین وایي چې اوس یې زیاته پاملرنه د حفظ الصحې برخې ته کړې، ځکه چې د پولیو د ناروغۍ یو لامل ناپاک چاپیریال دی.

په جنوب کې د ګوزڼ سره د مبارزې ګډ کاري ټیم وايي، چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره د شخصي او چاپېريال پاکوالی یې اوس لومړیتوب دی.

د پولیو پرضد د مبارزې د مرکز مسوول، ډاکټر جمال الدین وایي چې د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې زیاتو هڅو ته اړتیا ده او سږ کال به دې برخې ته زياته پاملرنه وشي.

دی زیاتوي چې له دې لارې ‌هڅه کیږي چې د ټولیزه توګه د ماشومانو واکسین، حفظ الصحې او تغذیې ته اړینه پاملرنه وکړي.‌

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کي ډیر کارونو ته اړتیا ده ترڅو ټولنه په عمومي توګه د خپلو ماشومانو واکسین، حفظ الصحې او تغذیې ته جدي پاملرنه وکړي، یعنې په روان کال کښې به مو ډیر تمرکز په دغو برخو وي."

ښاغلي جمال الدین زیاته کړه، موږ تر ډیره هڅه کوو چې د پولیو ترڅنګ هغه څه چې د پولیو د رامنځته کیدو لامل ګرځي یا په اصطلاح د هغه تر ټولو مهم چې حفظ الصحه ده، خلک یې په ګټو باندې پوه کړو او ورته ووایو چې پدې برخو کې پاکوالی مراعت کړي.

ډاکټران وايي، ککړ چاپېریال په چټکۍ سره هغو ماشومانو ته د پولیو ویروس لېږدوي چې د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت کمزوری وي.

په تیرو کلونو کې، د پولیو پېښې په جنوبي سیمو کې ډیرې وې، چیرې چې شخصي او محیطي حفظ الصحې ته لږ پام کیده نو دا ستونزه د یو شمېر نورو ناروغیو د خپرېدو لامل هم بلل کیږي.

ټیټ اقتصاد او د کورنیو نه پاملرنه د ماشومانو د شخصي حفظ الصحې په برخه کې لوی خنډ‌ بلل کیږي، خو د دې ستونزې د حل لپاره د واکسین پروګرام سره پر یوه وخت، نړیوالې مرسته کوونکې ادارې اړمنو ماشومانو ته د حفظ الصحې توکي هم وېشي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG