د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي چارواکي: غزني کې به کور په کور د پولیو ضد واکسین تطبیق شي


د پولیو سیار ټیمونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکوي
د پولیو سیار ټیمونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکوي

روغتیايي چارواکي خکلو ته ډاډ ورکوي چي د کور په کور واکسین د نړیوالې کړنلارې په پلي کولو سره به په غزني کې تر پنځو کلونو لاندې عمر ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

هغوی ټینګار کوي چې کور په کور واکسین یوه نړیواله کړنلاره ده او د نړۍ په کچه زیات شمیر هیوادونو د هغې په کارولو سره په خپل چاپیریال کې د پولیو ویروس په له منځه وړلو بریالي شوي.

روغتیا پالان په افغانستان کې هم د یادې کړنلارې کارول تائیدوي، خو وایي چې د غزني په ګډون د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د ځینو ستونزو له کبله دا کړنلاره په منظم ډول نده تطبیق شوې.

ډاکټر فضل احمد حنیف، په غزني کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول امریکا غږ ته وویل: "... نږدې درې کاله کیږي چې په غزني کې د امنیتې ستونزو له کبله کور په کور کمپاینونه ندي تطبیق شوي او په تیرو کمپاینونه کې به کابو دوه لکه ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدل."

ښاغلي حنیف زیاته کړه، موږ ډاډ ورکوو چې په راتلونکي کمپاین کې به له ناوره تر ناوې پوري کور په کور واکسین ورسوو او کابو درې نیم لکه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین تطبیق کړو.

د دې ترڅنګ روغتیاپالان او د ټولنې مخور په کورنیو غږ کوي چې د واکسین په تطبیق کې له خپلو ماشومانو سره بیغوري ونکړي او د کمپاین د بریالیتوب لپاره خپله مرسته ونه سپموي.

اغلې زاهده، د غزني ښار یو تن اوسیدونکې چې د کمپاین د پیل شیبې شمیري په دې هکله وویل: "... له کورنیو څخه زما غوښتنه دا ده چې کله چې واکسیناتوران د هغوی کورونو ته مراجعه کوي باید خپل ټول ماشومان د واکسین لپاره حاضر کړي، حتی له خوب څخه یي راپاڅوي ترڅو د ګوزڼ پر وړاندې معافیت ترلاسه کړي."

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د هیواد دننه د پولیو د لومړي ډول یوه پیښه او د دویم ډول ۴۲ پیښې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG