د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه قومي مشران او دیني عالمان د پولیو واکسين تطبیق سره مرسته کوي


آرشیف
آرشیف

په فراه کې قومي مشرانو او دیني عالمانو په را روان کمپاین کې د واکسیناتورانو سره د محرومو ماشومانو د واکسین په موخه د بشپړه ملتیا ژمنه وکړه.

دوی وایي چې د روغتیايي چارواکو او په ځانګړي ډول د واکسیناتورانو تر څنګ دریږي او له واکسین څخه بې برخې ټول ماشومان واکسین کوي.

له دې سره هم مهاله د فراه واکسیناتوران د قومي مخورو او دیني عالمانو یاده همکاري اړینه او اغیزمنه بولي.

د فراه د لرې پرتې بکوا ولسوالۍ قومي مخور حاجي سمول خان غفوري روغتیايي چارواکو ته پوره ډاډ ورکوي چې د پولیو د واکسین په وړاندې د هر ډول شته خنډ د له منځه وړلو په موخه اړینه مرسته کوي.

هغه وویل: "... موږ خوشاله یو او غواړو چې زموږ په سیمو کې واکسین تطبیق شي ترڅو زموږ د سیمې څخه د ګوزڼ ناروغي له منځه ولاړه شي. موږ له دې مبارزې راضي یو او پر خلکو غږ کوو چې د واکسیناتورانو سره پوره مرسته وکړي."

بلخوا په فراه کې دیني عالمان په کورنیو او ولسونو غږ کوي چې د پولیو واکسین ماشومانو ته نه یوازې زیان، بلکه بې شمیره ګټې لري او هیڅ ډول شرعي ستونزه نه لري.

قاری مولوي علي احمد د فراه د مرکزي جامع جومات دیني عالم پر ټولو خلکو غږ کوي چې خپل ماشومان هرو مرو واکسین کړي.

هغه وویل: "... مفتي صاحبانو او شریعت د پولیو واکسین د شریعت له نظره هیڅ ستونزه نه لري، او د خلکو څخه مو غوښتنه داده چې تر پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین کړي."

فخرالدین، د فراه یو تن واکسیناتور چې د دوو لویو ولسوالیو او ښار نښلوونکي لويې لارې په سر ماشومان واکسینوي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "...قومي مشران او دیني عالمان کولای شي په دې برخه کې ستره ونډه واخلي، په مسجدونو کې عامو خلکو ته په ډاګه کړي چې په ټاکلو ورځو کې خپل ماشومان واکسین ته حاضر کړي."

دا په داسې حال کې ده چې ډیرۍ کورنۍ تمه لري د پولیو د واکسین په را روان کمپاین کې خپل هغه ماشومان چې په تېر کې د واکسین څخه بې برخې پاتي شوي ول، واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG