د لاس رسي وړ اتصالات

زیات شمیر افغانان د پولیو ضد واکسین د کمپاینونو په بیا پیل کېدو خوښ دي


د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د لومړي ډول یوه پیښه او د دویم ډول ۴۲ پیښې ثبت شوي
د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د لومړي ډول یوه پیښه او د دویم ډول ۴۲ پیښې ثبت شوي

ګڼ شمیر افغانې کورنۍ او روغتیایي کارکوونکي له دې کبله خوښي څرګندوي چې د هیواد په کچه د پولیو واکسین د کمپاینونو په وړاندې د پرتو امنیتي ستونزو ټغر تر ډېره د هرې ورځې په تیریدو سره په ټولیدو دی.

هغوی وایي اوس واکسیناتوران کولی شي د هیواد لرو پرتو سیمو ته ځانونه ورسوي او ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ناروغۍ واکسین وکړي.

سیما مایار د کابل ښار اوسیدونکې په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "پخوا خلکو نشو کولی چې خپل ماشومان واکسین کړي او د ګوزڼ له ناروغۍ څخه یې وژغوري. خو اوس ډیر خوښ یو چې په هیواد کې امن راغلی او د واکسیناتورانو د تګ راتګ او کړنو پر وړاندې امنیتې ستونزې له منځه تللي."

بل لورې ته د افغانستان روغتیایي مسؤولین هم د دې خبرې پخلی کوي او په ډاګه کوي چې اوس مهال د هیواد په ګوټ ګوټ کې امنیت ټینګ شوی او د پولیو واکسین د کمپاینونو د تطبیق لپاره پراخه زمینه برابره ده.

ډاکټر ګلاخان ایوب د عامي روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "پخوا به مو چې کله لس میلیونه ماشومان د پولیو واکسین د کمپاین په پلان کې په پام کي ونیول، له بده مرغه له دې ډلې څخه به څه د پاسه څلور میلیونه ماشومان د ناامنیو له امله واکسین څخه بې برخي پاتې شول."

هغه زیاته کړه اوس مهال مو د پخوا په پرتله د عامه پوهاوي له پلوه او هم د پولیو د کمپاینونو د ترسره کولو له پلوه ښه تدابیر نیولي دي.

د نوموړي په وینا دا ځل به د عامه پوهاوي په کمپاینونو کې د هیواد رسنۍ او د جوماتونو ملا امامان هراړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلی کمال شاه سعید، د یونیسف د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول وایي چې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان سره یې په ګډه له بیلابیلو لارو خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو او ارزښت په هکله د عامه پوهاوي د ځانګړي پلان پر بنسټ پروګرامونه په لاره اچولي او دغه لړۍ به په راتلونکي کې هم د عامه پوهاوي شبکي، مخورو، دیني عالمانو، رسنیو، ټولنیزو شبکو او تبلیغاتي توکو په ملتیا دوام ولري.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هیوادونه دي چې ماشومان یې د پولیو ویروس له ګواښ سره مخ دي.

همداراز په تیرو کلونو کې د پولیو ډیری پیښې د افغانستان به هغو سیمو کې ثبتې شوي چې روغتیایي ټیمونو ورته لاسرسی نه درلود.

روغتیایي متخصصین ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ هیڅ ډول قطعي درمل نلري، خو د واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د هیواد دننه د پولیو د لومړي ډول یوه پیښه او د دویم ډول ۴۲ پیښې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG