د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ګوزڼ د احتمالي پیښو په اړه د خلکو اندیښنې


د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر اوسه د ګوزڼ یواځې یوه پیښه ثبت شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې تر اوسه د ګوزڼ یواځې یوه پیښه ثبت شوې ده.

په خوست کې د روغتیایي چارو مسؤلین وایي که ماشومانو ته پر وخت د پولیو ضد واکسین تطبیق نشي ښایي روان کال پدې ولایت کې د پولیو لا زیاتې پېښې پیدا شي.

د دې چارواکو په وینا، تېرکال په خوست کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، له نیکه مرغه سږکال تر اوسه کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو ټينګار دا دی چې د نورو پېښو د مخنيوي لپاره بايد ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.

د دغه ولايت اوسېدونکی بخت جان، له کورنيو په ځانګړي توګه له ميندو او پلرونو غوښتنه لري، چې د پوليو د هر کمپاين پر مهال دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، چې ښه او سالمه روغتيا ولري.

هغه وايي: "دغه پېښې کيدای شي نورې هم زياتې شي، شدت ومومي. ميندو او پلرونو ته دا لازمه ده چې خپل ماشومان په وخت سره واکسين کړي".

په ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې پنځه يې په خوست ولايت کې دي. دا د شاوخوا اوو يا اتو کلونو وروسته لومړۍ پېښې دي چې په دغه ولايت کې ثبتيږي.

اندېښنه دا ده چې که د هر کمپاين پرمهال هر ماشوم ته د پوليو واکسين ونه شي، ښايي سږکال هم په دغه ولايت کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شي.

د دې ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال، ډاکټر ګل محمد الدين منګل وايي، چې په يو شمېر سيمو کې د ځينو ستونزو له امله کور په کور واکسين نه شي تطبيقولای، نو ځکه له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسي.

ده وويل: "... پوليو ويروسي ناروغي ده چې د پنځه کلنۍ لاندې ماشومانو ته لګېږي. دا ناروغي د درملنې وړ نه ده، خو ماشومانو ته د دوه څاڅکو واکسين په تطبيق سره هغوی له دې ناروغۍ څخه ژغورلی شو".

د روغتياپالانو په وينا که په یو هېواد کې يو ماشوم هم د ګوزڼ له ناروغۍ سره مخ وي، نور ماشوم له دغې وحشي او دايمي معلولوونکې ناروغۍ څخه خوندي نه دي.

XS
SM
MD
LG