د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار ناامنو سیمو ته د سرې میاشتې واکسیناتوران واکسین رسوي


آرشیف
آرشیف

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي د دې ولایت په یو شمېر ناامنو سیمو کې شاوخوا ۳۸ زره ماشومان د ناامنۍ له امله له پولیو ضد واکسین څخه پاتې دي.

د دې ادارې د کتلوي معافیت مشر، داکټر جان محمد صاحبزاده امریکا غږ ته وویل چې دوی هڅه کوي د دغو ناامنو سیمو ماشومانو ته د نورو ادارو په مرسته د پولیو واکسین څاڅکي ورسوي.

نوموړی وایي چې دوی سره د سرې میاشتې او د تنویر په نامه د یوې بلې ادارې له لورې د واکسیناتورانو مرسته شوې او د هغوی په مرسته به ناامنو سیمو کې له واکسین څخه پاتې شوي ماشومان واکسین کړي.

داکټر صاحبزاده وایي چې د سرې میاشتې ادارې اته ټیمونه او د تنویر ادارې له لوري هم د واکسیناتورانو اته ټیمونه د ننګرهار ناامنو سیمو ته لېږل کېږي چې له تېرو کمپاینونو پاتې ماشومان واکسین کړي.

د نوموړي په وینا، تمه لرو چې په دې ولایت کې هیڅ ماشوم د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.

د داکټر صاحبزاده پر وینا، یاده اداره په ناامنو سیمو کې خلکو سره تفاهم لري او له همدې امله هلته ماشومانو ته د پولیو واکسین پر رسولو توانېدی شي.

هغه وویل: "... سره میاشت او یو څو نورې ادارې په هغو سیمو کې کار کوي چې مونږ ورته لاسرسی نه لرو. دوی به مونږ سره همکاري وکړي ترڅو خلکو سره ارتباط ټینګ کړو."

همدارنګه د ننګرهار اوسېدونکي هم خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین پر رسولو ټینګار کوي او وایي چې د عامې روغتیا ریاست دې د پولیو له څاڅکو د ماشومانو د بې برخې کېدو مخنیوی وکړي.

وسیم، د ننګرهار یو اوسېدونکی پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "... پولیو واکسین باید له پنځه کلنۍ نه مخکې هر ماشوم ته وشي او دا ځکه مهم دی چې که ماشومانو ته دا واکسین ونه شي، نو دوی پر بېلابېلو ناروغېو لکه فلج اخته کېږي".

فضل الهادي، د ننګرهار یو بل اوسېدونکی بیا وايي: "... پولیو واکسین کول د ماشوم د راتلونکي ژوند ښه کولو لپاره کارول کېږي او که واکسین نه شي نو د انسان د معیوبیت او مړینې سبب ګرځي".

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې د دې ولایت په حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او د شینوارو په ځینو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو د پولیو واکسین د ترسره کولو مخنیوی کړی.

XS
SM
MD
LG