د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د پوليو ضد واکسين عمومي کمپاين پيل شو


آرشیف
آرشیف

د پولیو ضد واکسین کمپاین چې په هېواد کې د سیاسې بدلون له رامنځته کېدو سره سم په ټپه ولاړ و د نومبر په اتمه (لړم ۱۷) نیټه بیا پیل شو.

د روغتیایي چارواکو په وینا د پولیو ضد واکسین کمپاین په پیلیدو سره به نږدې ۱۰ میلیون له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین او د ویټامین A کپسول ورکړل شي.

ډاکټر ګلاخان ایوب، دعامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د ملي پروګرام مسؤول په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "په روان کمپاین کې به نږدې ۱۰ میلیونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کالو څخه کم وي د پولیو څاڅکي ورکړل شي."

ښاغلي ایوب زیاته کړه د پولیو د واکسین ترڅنګ به هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پنځو کالونو ترمنځ وي د ویټامینA کپسول هم ورکړل شي، چي شمیر یې ۸.۹ مېلیونه ماشومانو ته رسیږي.

په ولایتي کچه د خوست روغتیایي مسؤولین هم د ګوزڼ په روان کمپاین کې د ولسونو په ملاتړ او همکارۍ ټینګار کوي او په پام کي لري چې څه د پاسه درې لکه تنکیو ماشومانو ته په روان کمپاین کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

ډاکټر ګل محمد دین، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال، په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "نن د خوست په ګډون په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین رسماً پیل شو، زموږ ټیمونه به د خوست په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا درې لکه دیارلس زره شپږ سوه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورسوي."

بل لوري ته یو شمېر میندې او پلرونه هم ماشومانو ته د پولیو واکسین اړین بولي او د دوامدار تطبیق غوښتنه یې کوي.

کامل جان، د خوست اوسیدوونکي په دې هکله خپل نظر داسې څرګند کړ: "ما خپل درې ماشومان د واکسین په نیت له کوره راوویستل، که واکسین نه وي ماشومانو ته بیلابیلې ناروغۍ پیدا کیږي؛ غوښتنه مو دا ده چې ټول افغانستان کې دې تنکیو ماشومانو ته واکسین ورسول شي."

د خوست بل اوسیدونکی، ظابط خان بیا وایي: "زه تل د واکسین د ټیمونو په لیدو سره خپل ماشومان د واکسین لپاره له کوره راکاږم او ډېر خوښ یم چې د واکسین په تطبیق سره زما ماشومان له ګوزڼ څخه ژغورل کیږي."

ضابط خان زیاتوي چې واکسین ماشومانو ته تاوان نلري او ټول خلک باید خپل ماشومان واکسین کړي. د یادونې وړ ده چې روان کمپاین به د ټول هېواد په کچه له دریو تر پنځو ورځو دوام ومومي.

د مسؤولینو په وینا د دغه کمپاین د پلي کیدو پر وړاندې ټول امنیتي خنډونه له منځه تللي او هغو څلور میلیونه ماشومانو ته به هم د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي، کوم چې په تیرو کمپاینونو کې د امنیتي ګواښونو له امله له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG