د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې له پولیو واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو شمېر کم شوی


آرشیف
آرشیف

د کندوز د کتلوي معافیت مسوولین وايي چې اوس مهال د هغو کورنیو شمېر را کم شوی چې خپلو اولادونو ته به یې د پولیو واکسین نه ورکول.

په کندوز کې جګړه او ناامني هم یو علت دی چې له امله یې په کلیوالو سیمو کې ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتی کیږي.

د کندز د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي، د هغو ماشومان فیصدي چې په تېر کمپاین کې یې کورنیو واکسین رد کړی وو تر ډیره حده را ټیټه شوی ده.

ده وویل: "... د رد شویو ماشومانو هغه کچه چې پخوا ۱۰۰ فیصده وه اوس ۹۰ ته را را ټیټه شوې ده، خو بیا هم مونږ هلې ځلې کوو، چې له علماو، سپین ږیرو، وکیلانو او قومي مشرانو سره خبرې وکړو تر څو د هغوی کورنۍ وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي".

کندوز کې له پولیو واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو شمېر کم شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

وحیدالله، د پولیو واکسین یو تن رضاکار کارکوونکی وایي چې نوموړی د دې شاهد دی چې ځینو کورنیو به خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکول او کله نا کله به یې له دوی سره په سخته لهجه هم خبرې کولی.

هغه وویل: "... عامه پوهاوي ته زیات ضرورت دی، د ښار په څلور کیلومټرۍ کې خلک د واکسینو په ګټه نه پوهیږي، دلته عامه پوهاوی نشته، د رادیو ګانو تر څنګ خلک مولایانو ته زیاته عقیده لري."

نوموړی زیاته کړه، زه به چې کله خپلې ساحې ته لاړم نو هغوی [کورنیو] به واکسین ردول، اوس چې د علماو او مخورو کوم ټيم جوړ شوی نو د هغوی د تبلغاتو په نتیجه کې اوس خلک واکسین مني.

یو شمیر کورنۍ خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي او د واکسین کولو ممانعت یې هم کوي، خو هغه کسان چې په ماشومتوب کې په کوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي د خپل د ناروغۍ پړه د کورنۍ پر مشرانو اچوي ځکه چې د دوې په وینا باید د کوچنې والي پر مهال یې ورته واکسین کړی وای.

دیني عالمان هم وايي چې د مرض تر راتګ د مخه د ناروغۍ وقایه کول سنت طریقه ده چې له امله یې انسان روغ پاتي کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG