د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مخه نېسي


آرشیف
آرشیف

که څه هم تر اوسه نړۍ پدې نده توانیدلې چې د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د درملني لپاره درمل جوړ کړي، خو د کلونو راهیسې د دغې ناروغۍ مخنېوې لپاره پولیو واکسین جوړ شوی دی.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق وايي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغې په ډيره لوړه کچه ساريده او هیڅ ډول درملنه نلري، خو زیاتوي چې پولیو واکسین په پوره بریالیتوب سره د دغه ناروغۍ مخه نیولی شي.

ښاغلي شایق وویل: "... پولیو ساري او ډیره خطرناکه ناروغي ده چې تداوي هم نلري. نو د تداوۍ لپاره يې تر ټولو غوره درمل د پولیو واکسین دی چې باید ماشومانو ته تطبیق شي".

د هغه په وینا، که یوه ماشومان ته په سمه توګه د پولیو دوه څاڅکې واکسین ورکړل شي، نو هغه هیڅ وخت په ګوزڼ نه اخته کیږي.

بل خوا په فراه کې د ماشومانو د ناروغۍ متخصص ډاکټر معراج الدین ساحل وايي، په ګوزڼ ناروغۍ د اخته ماشوم درملنه د ټول عمر لپاره ناشونې ده، خو د پولیو واکسین دوه څاڅکې ددې بدمرغه ناروغۍ مخنیوی کولای شي.

نوموړی زیاتوي، د ګوزڼ ضد واکسین د ماشوم روغتیا ته هیڅ ډول زیان نه رسوي او د کورنیو مشرانو ته پکار ده چې د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره هغوی هر ځل واکسین کړي.

ډاکټر معراج الدین ساحل وویل: "... د ګوزڼ ناروغۍ د مخنېوی یواځنې درمل د پولیو دوه څاڅکې واکسین دی. زه له ټولو خلکو څخه هېله کوم چې هر ځل د واکسین کمپاین پر مهال خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي، او که چیرې ماشوم هر څومره کوچنۍ هم اوسي خو بیا هم ورته ګټه رسولای شي".

د فراه ولایت مدني فعال عبدالرحمن ژوندی افغانانو لپاره دا یو ننګ او عار ګڼي چې د ناغیړۍ له امله لا تر اوسه هم افغان ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي.

نوموړی زیاتوي، مخکې له دې چې تر پنځو کلونو ښکته ماشومان په ګوزڼ اخته شي، اړینه ده چې د پولیو واکسین په واسطه وقایه شي.

عبدالرحمن ژوندی وویل: "... عام ولس او خلک د رسنیو له لارې په هر څه خبریږي، هم د پولیو واکسین په ګټو خبریږي، او هم ماشومانو ته د واکسین کولو لپاره ښې آسانتیاوې برابرې شوي دي".

ښاغلی ژوندی له کورنیو غواړي چې هر کله د واکسین ټیمونه د تاسو سیمو ته درغلل، د کورنیو ښځينه هم کولای شي چې خپل ماشومان د واکسین کولو لپاره د کورونو مخې ته یوسي.

باید وویل شي چې د یونیسف او نړیوال روغتیایي سازمان لخوا په افغانستان کې د پولیو واکسین په وړیا توګه ماشومانو ته ورکول کیږي، نو اوس حتا غریبې کورنۍ هم کولای شي چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG