د لاس رسي وړ اتصالات

د کور په کور کمپاین په مرسته پولیو ناروغي ختمیدای شي- چارواکي


آرشیف
آرشیف

روغتیايي مسؤلین وایی چې کور په کور د پولیو ضد کمپاین کولای شي په سیمه کې د ګوزڼ ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د دوی په وینا، کلینک په کلینک کمپاینونه هم اغیزمن دي خو د تطبیق پر مهال یو شمیر ماشومان له واکسینو پاتې کیږي. هغه ماشومان چې واکسین ورته نه وي رسیدلی د پولیو مرض خطر سره مخامخ کیږي.

د کتلوي معافیت مسؤلین وايي چې د پولیو د څاڅکو کمپاین باید کور په کور تطبیق شي او هیڅ کورنۍ ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو مخنیوی ونه کړي.

د هغوی په وینا، که چیرې کور په کور د پولیو کمپاین تطبیق نه شي یو شمیر ماشومان له واکسینو پاتې کیږي، او د دې خطر شته چې پاتې شوي ماشومان په پولیو اخته شي.

د کندوز د کتلوي معافیت مسؤل، ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي : "... د عامې روغتیا د پلان پر اساس مونږ په کندوز کې ۳۶۰ زره ماشومان لرو چې باید واکسین شي".

د نوموړي په وینا، په ښاري سیمه کې کور په کور واکسین تطبیق شوی خو له بده مرغه په ولسوالیو کې بیا واکسین کلینک په کلینک تطبیق شوی دی.

ښاغلي عطایي زیاته کړه، په کلینک کې د واکسینو د تطبیق په کمپاین کې والدین نه شي کولای ټول ماشومان کلینک ته راوړي او زمونږ دغه هدف چې باید ۳۶۰ زره ماشومان واکسین شي، نه شو ترلاسه کولای.

ځینې کورنۍ کلینکونو ته ماشومان د واکسین لپاره نه شي وړلی او یا هم کلینکونه له کلیو سره په زیاته فاصله کې دي چې له امله یې د ماشومانو هغه شمیر چې دوی سره موجود دي، نه واکسینیږي.

د کندوز یو تن اوسیدونکی نعمت الله لغمانی چې ښار کې ژوند کوي هر کمپاین کې خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین ورکوي، چې په وینا یې دغه واکسین ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ څخه ژغوري.

هغه وویل: "... ما خپل بچیان واکسین کړي دي، واکسین ډیرې ګټې لري چې ماشومان له ګوزڼ څخه ساتي، زه د واکسیناتورانو څخه مننه کوم چې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسین ورکوي."

د خان آباد ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی، جاوید بیا وايي چې کلی یې له ښاره لرې دی ځکه یې اولادونه له واکسین څخه پاتې کیږي.

هغه وویل: "... زمونږ سیمه له ښاره وتلې ده نو په دې خاطر ډیرې ستونزې دي او ستونزه د امنیت ده، مخکې به کلي ته واکسین راتلل او ماشومانو ته مو کول، خو اوس نه راځي."

دیني عالمان بیا وايي چې مور او پلار مکلف دي د خپلو اولادونو د ښه صحت لپاره

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG