د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو واکسین تطبیق لپاره له مخورو د همکارۍ غوښتنه وشوه


د پولیو واکسین تطبیق لپاره د با نفوذه کسانو همکاري اړینه ده
د پولیو واکسین تطبیق لپاره د با نفوذه کسانو همکاري اړینه ده

د فراه په هغو سېمو کې چې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه رسیږي او یو ځل بیا پکې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، یو شمېر خلک یې انديښمن کړي دي.

په فراه کې یو شمېر خلک د روغتیايي مسؤلینو څخه غواړي چې په لرو پرتو او ناامنه ولسوالیو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې د ستونزو هوارولو په موخه باید د سېمې مخورو کسانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره ناستې او جرګې وشي.

د فراه اوسېدونکی اجمل څپاند وايي: "په هغو ولسوالېو کې چې امنیت نشته، یا نورې هغه سیمه ییزې ستونزې چې د پولیو واکسین کمپاینونو پر وړاندې شتون لري، د سیمې اوسېدونکو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره باید پرې جرګې او خبرې وشي."

نوموړي زیاته کړه، دا کار به همغږي رامنځته کړي، تر څو هلته هم د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو لپاره زمینه براره شي، ترڅو د ګوزڼ مخنېوۍ وشي.

مدني فعال احمد صادق مختاري بیا د پولیو واکسین ملي او غیر سیاسي پرګرام بولي چې یواځې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنېوي لپاره تطبقیږي.

دغه مدني فعال پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو لپاره دې د پولیو واکسین سره مخالفت نه کوي.

هغه وویل: "که د عام وګړي ماشوم وي، که د طالب ماشوم وي، او یا هم د کوم دولتي مامور ماشوم وي ټول د ګوزڼ ناروغۍ څخه د ساتلو لپاره واکسینږي."

نوموړي زیاته کړه، زما هېله د هغو کسانو څخه چې د واکسین مخالفت کوي دا ده چې لدې وروسته د پولیو واکسین سره د مخالفت پر ځای دې ورسره همکاري وکړي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق د دې ولایت د اوسېدونکو د غوښتنو هرکلی کوي او زیاتوي، چې ستونزې حل کېدو په موخه د نا امنه سېمو مخورو کسانو سره د ناستو او جرګو ترسره کولو اقدامات په پلان کې لري.

هغه وویل: "د پولیو واکسین پر وړاندې د سېمه ییزو او د دولت وسله والو مخالفتونو د ستونزو د حل په موخه، مونږ د دولت وسله والو مخالفینو سره هم غونډه کړې ده او برسیره پردې مو د مهمو سکتورونو او مهمو خلکو سره هم جلسات ترسره کړي، تر څو د دې اړین پرګرام پر وړاندې شته مشکلات له مخې لرې شي."

همدا شان د فراه سېمه ییز روغتیايي چارواکي د امریکا غږ له لارې د ولسوالیو اوسېدونکو څخه په ټولو سېمو کې د پولیو واکسین کوونکو سره د همکارۍ غوښتونکي دي، ځکه د ماشومانو ګوزڼ ډیره خطرناکه ناروغي ده، او هېڅ ډول درملنه نلري.

XS
SM
MD
LG