د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو په کابل کې: هیله من یو تر دوو میاشتو له طالبانو سره موافقه وشي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د جون په ٢٥ کابل ته د یو نه اعلان شوي سفر په ترڅ کې ویلي چې هیله من دی د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې د طالبانو له ډلې سره موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي پمپیو ویلي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې ښه پرمختگونه شوي دي او تمه کیږي د ترهگریزو اهدافو لپاره د افغانستان د خاورې د نه استفادې په برخه کې له طالبانو سره ډیر ژر موافقه وشي.

هغه په کابل کې د امریکا په سفارت کې په خبرو کې وویل: "هیله من یم وکړای شم د سپتمبر له لومړۍ نتیټې دمخه د سولې یوه موافقه ترلاسه کړو، زمونږ هدف همدا دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په پخپل لنډ سفر کې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په گډون د دولتي مقاماتو سره کتلي دي.

د جمهور رئیس غني او یو شمیر افغان مشرانو سره د ښاغلي پمپیو کتنه
د جمهور رئیس غني او یو شمیر افغان مشرانو سره د ښاغلي پمپیو کتنه

ښاغلي پمپیو همداشان ویلي دي که څه هم چې د طالبانو سره په خبرو کې پرمختیا شوې، خو تر اوسه د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره کوم زماني جدول ندی جوړ شوی.

هغه وویل: "که څه هم د طالبانو سره په خبرو کې مو واضح کړې چې حاضر یو خپل ځواکونه (له افغانستان څخه) وباسو، خو غواړم چې واضحه کړم چې تر اوسه د هیڅ کوم زماني جدول په هکله مو موافقه نده کړې".

ښاغلي پمپیو زیاته کړه: "ټول اړخونه پدې موافق دي چې د ترهگرۍ او بهرنیو سرتیرو د شتون په هکله د طالبانو او امریکا تفاهم بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانځي. دا وروستی گام زمونږ د هڅو محور دی. مونږ د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره نه گړیږو."

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر د امنیتي دلیلونو په وجه دمخه نه و اعلان شوی.

هغه اوس له کابل څخه هند ته ولاړ چې د هندي مقاماتو سره لیدنې کتنې وکړي.

XS
SM
MD
LG