د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد او طالبان راتلونکې شنبې د خبرو نوې پړاو پیلوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد او افغان حکومت ترمنځ د وروستۍ همغږۍ هرکلی کوي.

د سولې شورا خوشبیني ښودلې چې په یاده برخه کې د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ همکاري، همغږي او د معلوماتو شریکول به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

د دغه شورا ویاند غفور احمد جاوید نن یکشنبه د «چنګاښ پر۲مه» رسنیو ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي:"د افغانستان سولې پروسې لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د ځانګړي استازي ډاکټر صاحب زلمي خلیلزاد او د افغانستان دولت ترمنځ د افغان سولې لپاره وروستۍ همغږۍ، همکاري او همدارنګه د معلوماتو شریکول دا ډېر شه دي."

د سولې شورا مسؤلین دغه خوشبیني پر داسې مهال ښيي چې یوه اونۍ وروسته په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه اتم پړاو مذاکرات پيلېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د یادو مذاکراتو نوی پړاو به د جون پر ۲۹ مه نېټه پيل شي.

ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغانستان او قطر ته له سفر کولو وروسته ورته څرګنده شوه چې ټولې خواوې د سولې خبرو ګړیندي کېدل غواړي.

د سولې عالي شورا همدارنګه یو ځل بیا تمه ښودلې چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ په راتلونکي اتم پړاو مذاکراتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

تر دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د سولې موافقه به څلور جامع برخې ولري چې پکې د ترهګرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او پر یو هر اړخیز او تلپاتي اوربند موافقه شامله ده.

که څه هم د سولې د تر شویو مذاکراتو په هکله بیلابیل نظرونه شته، خو خلیلزاد ویلي تر هغې چې په پورتنیو مسلو موافقه شوې نه وي، په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

XS
SM
MD
LG