د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو پر عربستان د امریکا د وسلو د پلور دفاع کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي ادارې په ۲۰۱۹ کال کې پر سعودي عربستان د امریکا د وسلو د پلور په مسله کې هر څه په جدي ډول څیړلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څار ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې یاد وزارت پر سعودي عربستان د وسلو د پلور په معامله کې، په یمن کې د ملکي وګړو تلفات په بشپړ ډول څیړلي ندي.

ښاغلي پمپیو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) د چک جمهوریت له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل:" موږ ټول هغه کارونه چې کتبي وو کړي دي. په هغه کار چې زما ټیم کړی، ویاړم. موږ واقعا ډیره ښه نتیجه ترلاسه کړه. موږ له ځاني تلفاتو مخنیوی کړی."

د امریکا متحده ایالتونو کانګرس پر سعودي عربستان او یو شمیر نورو هیوادونو د امریکا له خوا د وسلو د پلور د پریکړې چې مجموعي ارزښت یې اته میلیارده امریکايي ډالر کیږي، د څیړنو غوښتنه کړېډه.

په ۲۰۱۴ کال کې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پیل لږ وروسته، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثي اورپکو په وړاندې چې ایران یې ملاتړ کوي، جګړه پیل کړه.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې د یمن په جګړه کې تر اوسه څه باندې ۱۷۵۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰ میلیونه نور یمني اتباع د خوراکي توکو د کموالي له ګواښ سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG