د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو طالبانو ته د روسیې د انعام په اړه: دا ډول کار لوړ قیمت لري 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي که په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره د روسیې له خوا طالبانو ته د انعام د ورکړې رپوټونه سم وي هغه هیواد ته به "په ستره بیه" تمام شي.

ښاغلي پمپیو د رادیو آزادۍ سره په مرکه وویل: " که روسان د امریکایانو د وژلو لپاره پیسې پیشنهاد کړي یا په همدې توګه د نورو غربیانو د (وژلو) لپاره، نو په لوړ قیمت به ورته تمام شي. ما دغه موضوع د بهرنیو چارو له وزیر لاوروف شریکه کړې ده...پوهیږم چې زمونږ پوځیانو هم د هغوی د لوړپوړو مشرانو سره خبرې کړې دي. د بار لاندې به یې رانشو. هغه به ونه زغمو."

څه وخت مخکې د نیویارک ټایمز ورځپانې رپوټ چې ګواکې په افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته د روسیې د انعام ورکولو په هکله د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته رپوټ ورکړل شوی و، په واشنګټن کې سیاسي غوغا رامنځ ته کړه.

د نیویارک ټایمز د رپوټ د خپریدو وروسته ښاغلي ټرمپ په وار وار دغه رپوټ رد کړی او ویلي یې دي چې دا رپوټ "جعلي" او "ساختگي" دی چې هغه او جمهوري غوښتونکي ګوند ته یې تاوان واړوي.

د سپینې ماڼۍ څو مقاماتو ویلي چې پدې خاطر چې "طالبانو ته د روسیې د انعام ورکولو رپوټ" نه و تائید شوی، په اړه یې جمهور رئیس ټرمپ رپوټ ندی ورکړل شوی.

خو بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له خوا طالبانو ته د انعام ورکولو احتمال رد نکړ. هغه وویل: " روښانه کړې مو ده. په تاریخ پوهیږو، پوهیږو چې روسیې په تیر کې طالبانو ته وسلې ورکړي دي. سمه ده؟ پوهیږو چې نن ایران هم هغوی ته (طالبان) وسلې ورکوي. بنا په واقعیتونو پوهیږو . خپل توقعات مو هغوی ته روښانه کړي دي."

د امریکا په کانګرس کې دیموکرات قانون جوړونکي ټرمپ تورنوي چې د امریکايي سرتیرو د وژلو په اړه یې د استخباراتي ادارې راپور په کافي اندازه جدي ندی نیولی او د یو شمیر هغوی په وینا له دې کار سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ژوند له خطر سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې استدلال په ردولو سره وویل: " هر څه پکار وي، کوو یې څو زموږ هر یو سرتیري خوندي وي او دفاع یې وکړو. په همدې ډول د چک جمهوریت له هر سرتیري او د پریکنده ملاتړ ماموریت له بل هر سرتیري چې په افغانستان کې د ناټو د نظامي ماموریت په چوکاټ کې میشت دي، ډاډ ترلاسه کړو څو خوندي دي. دا کار مو کړی او بیا یې هم کوو. دا کار تر هغه وخته کوو چې زموږ سرتیري په افغانستان کې حضور ولري. "

XS
SM
MD
LG