د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال طالبان له امریکا سره د تړون په نقضولو تورن کړل


د امریکا یو لوړ پوړي نظامي چارواکي ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د امریکا د مرکزي قواو د قوماندانۍ مشر جنرال کنیت مک‌کینزي ویلي چې طالبانو د دوحې د سولې له تړون وروسته په افغانستان کې پر امریکايي او ایتلافي ځواکونو خپل بریدونه بند کړي خو د بل هر وخت په پرتله یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا-طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې چې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو، د طالبانو د تاوتریخوالي پر کمولو، په تدریجي ډول له افغانستان څخه د امریکايي او بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر خوشې کولو او د بین‌الافغاني مذاکراتو پر پیلولو توافق شوی دی.

امریکا له دغه تړون وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر له ۱۳زره سرتیرو څخه ۸۶۰۰ ته راټیټ کړی دی.

جنرال مک‌کینزي له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي که طالبان غواړي چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر پاتې نشي نو باید تړون ته ژمن پاتې شي او د سولې بین‌الافغاني مذاکرات چې پر وینا یې "د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو مهم ګام دی" پیل کړي.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون له مخې د مذاکراتو د پيل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله ۱۰۰۰ تنه حکومتي اسیران خوشې کړي.

د دغه تړون له لاسلیک وروسته افغان حکومت تراوسه شاوخوا ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم ۶۰۰ دولتي اسیران ازاد کړي. خو افغان حکومت ادعا کړې چې په دغو اسیرانو کې ۱۷۵ تنه ملکي مامورین او ۷۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي شامل دي.

همداشان د طالبانو له خوا له القاعدې او داعش سره د اړیکو پریکول د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده، خو جنرال مک‌کینزي له القاعدې ډلې سره د طالبانو د اړیکو پر پرې کېدو بې‌باوري ښودلې ده.

ښاغلي مک‌کیزني وویل: "غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې القاعده، داعش یا کومه بله سخت‌دریزه ډله په افغانستان کې ځای پر ځای نشي او پر لویدیځ د بریدونو پلانونه ونیسي. دا یو ځل پېښ شوي او موږ نه غواړو چې دا پېښه بیا تکرار شي".

جنرال مک‌کینزي د دې پوښتنې په ځواب کېچې روسیه د امریکايي عسکرو د وژلو په بدل کې طالبانو ته انعام ورکوي، دا مسله د "اندېښنې وړ" وبلله او وې ویل چې متحده ایالات لا هم په دې برخه کې څیړنې کوي او په تړاو یې تراوسه اسناد نه دي موندلي.

XS
SM
MD
LG