د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو له ملا برادر سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالبانو د سیاسي د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې مایک پمپیو د جون پر۲۹مه د دوشنبې په ورځ د ویډیويي کنفرانس له لارې له ملا برادر سره د امریکا او طالبانو د توافقنامې د پلې کېدو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي پمپیو هم په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"تیره ورځ مې د طالبانو له ځانګړي مذاکره کوونکي سره خبرې وکړې، ترڅو طالبان د امریکا او طالبانو د توافقنامې له مخې پر خپلو ژمنو پاتې کېدو ته وهڅوي چې په هغه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو نه کول هم شامل دي، فشار راوړي."

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵زره طالب بندیانو ازدول او د طالبانو لخوا هم د ۱۰۰۰ بندي افغان سرتیرو خلاصول د امریکا او طالبانو د توافقنامې له عمده شرطونو څخه دي چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوه.

د تاوتریخوالي کمول، پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو لخوا د بریدونو نه کول او د یادې توافقنامې تر لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو وتل د دغه توافقنامې له نورو عمده شرایطو څخه دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې ملا عبدالغني برادر له مایک پمپيو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د طالب بندیانو د خلاصولو په اړه خبرې کړي دي. طالبانو ویلي چې د دوی د ۵زره بندیانو تر خلاصولو وروسته چمتو دي چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې ګدون وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي روانه اونۍ وویل چې افغان حکومت تر دا مهاله ۳۸۹۵ طالب زندانیان ازاد کړي دی.

پر همدې مهال ایراني رسنیو هم خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان قطر ته د سفر پر مهال په دوحه کې د تیرې دوشنبې په ورځ له ملا برادر او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د قطر له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې ملا برادر د ایران له ځانګړي استازي سره په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د وضعیت، سرحدي ستونزو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکا متحده ایالاتو د مالي او نړیوالي پرختیايي موسسې مشر ادم بولر پرون سې شنبه په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG