د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ ندي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پدې وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ ندي.

مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ١٥) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ پوهیږو چې وړاندې تگ مشکل دی. مونږ ددې وړاندوینه کړې وه او مونږ په سمه وو. د افغانستان په ځینو برخو کې په څو تیرو ورځو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ ندي. پرته له کوم شک څخه تاوتریخوالی باید سمدستي سولې ته د لاسرسي لپاره کم شي...جمهور رئیس ټرمپ د سه شنبې په ورځ پدغه موضوع په مستقیمه توگه د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره خبرې وکړې."

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د مارچ په څلورمه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل او بیا امریکایي پوځیانو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوایي بریدونه وکړل.

ښاغلي پمپیو همداشان وویل د افغانانو ترمنځ د خبرو او د تاوتریخوالي د کمولو وخت رارسیدلی او د هغه په وینا د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت او طالبانو څخه غواړي چې د بندیانو د تبادلې لپاره عملي گامونه پورته کړي.

ښاغلي پمپیو د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې موافقې لاس لیک او د امریکا او افغانستان د حکومتونو گډې اعلامیې خپرولو ته په اشارې وویل: "د سولې راتلونکې پدې پورې مربوطه نده چې طالبان څه کوي یا مونږ څه کوو، بلکه په افغانانو پورې اړه لري...متحده ایاالاتو تاسو (افغانانو) ته لاره خلاصه کړه چې د مذاکرې میز ته راشئ او د خپل هیواد د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسئ. مونږ له تاسو سره یو او همکاري به وکړو. دغه فرصت مه خرابوئ."

د افغانستان له زندانونو څخه د ٥٠٠٠ طالب بندیانو خوشې کول د سولې په موافقه کې چې د شنبې په ورځ فبرورۍ ٢٩ د قطر په مرکز دوحه کې لاس لیک شوه مطرح شوي دي.

خو د افغانستان حکومت ویلي چې د طالب بندیانو ازادول د امریکا صلاحیت نه بلکه د افغان حکومت صلاحیت دی چې پدې اړه تصمیم ونیسي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې طالبان باید د خپلو بندیانو ازادیدل د حکومت سره د مذاکراتو لپاره د مخکني شرط په توگه مطرح نکړي او د هغه په وینا پدغه موضوع د مذاکراتو په ترڅ کې خبرې کیدای شي.

XS
SM
MD
LG