د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پمپیو نن د چین په اړه وینا کوي


د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وینا پرمهال
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وینا پرمهال

په داسې حال کې چې د چین او امریکا متحده ایالتونو تر منځ کړکیچ ډیر شوی دی، ټاکل شوېډه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري ۲) په کالیفورنیا کې د هغه هیواد په اړه وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د پمپیو وینا "کمیونست چین او د آزادې نړۍ راتلونکې" نومیږي.

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ د تګزاس په هیوسټن ښار کې د چین د قونسلګري د تړل کیدو امر وکړ او ویې ویل "دا اقدام یې د امریکایانو د معنوي مالکیت او د امریکایانو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په هدف کړی دی."

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهار شنبې په ورځ ډنمارک ته د سفر پرمهال وویل: "موږ په روښانه خپل توقعات بیانوو چې د چین کمونست ګوند څنګه عمل وکړي او کله چې دا کار ونشي، نو موږ داسې اقدامات کوو چې امریکایان خوندي کړي، زموږ امنیت او ملي امنیت خوندي کړي او همدارنګه زموږ اقتصاد او وظایفو وساتي."

چین د امریکا اقدام د یوه تحریک کوونکي سیاسي ګام په توګه رد کړی او ویلي دي چې قانوني او اړین ځواب به ورکړي.

په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت په یوې بیانیه کې ویلي:" چین په کلکه دا ډول دا ډول ظالمانه او د نه توجه وړ اقدامات غندي کوم چې د امریکا او چین روابط خرابوي. د امریکا ادعاوي بې بنسټه او ساختګي دي او کوم کومې پلمې چې کوي له ذهن څخه لرې او نشي ثابتیدلای."

د چین او امریکا متحده ایالتونو اړیکې په دې وروستیو کې د تجارت څخه نیولې بیا د هانګ کانګ د مسلې پر سر خرابې شوي دي، او دواړو لورو پر یو بل تند انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG